2021-06-17

عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د لوړو زده وزارت په کنفرانس کي په انلاین ډول ګډون وکړ!

نن پنج شنبه د جوزا میاشتي پر اوه ویشتمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په ملتیا د لوړو زده وزارت په کنفرانس کي په انلاین ډول ګډون وکړ؛ غونډه چي د لوړو زده کړو وزارت د وزیر ښاغلي دوکتور عباس بصیري په مشري ترسره سول؛ پکښي د روان کرونایي وضعیت او د انلاین زده کړو په اړه خبري وسوې.

ښاغلي دوکتور بصیري د پوهنتونونو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چي انلاین زده کړه ایز بهیر باید په ښه ډول تعقیب سي۔

په غونډه کي ګډون والو خپل نظرونه تبادله کړل۔

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې استازو د لوړو زده کړو وزارت په اکثریت کنفرانسونو کي ګډون کوي تر څو ټولي چاري په قانوني چوکاټ کي ترسره کړي۔

عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د لوړو زده وزارت په کنفرانس کي په انلاین ډول ګډون وکړ!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25