2021-07-05

موضوع: د اسلام اقتصادي نظام

ليکنه: محمود

د اقتصاد پوهنځی د څلورم سمسټر محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

انسان د روح او مادې څخه منځته راغلی دی نو د انسان لپاره هغه مذهب او دين ګټور دی کوم چي د روح او مادي جسم غوښتنې پوره کولای سي.

اسلام داسي يو دين او قانون دی چي د انسان غوښتني په ښه وجه سره پوره کولای سي، ځکه اسلام د انسان د ژوند په هر اړخ باندي رڼا اچولې او د هغه لپاره يې ضروري او ګټور هدايات ورکړي دي.

که چيري موږ اسلامي قانون ته په غور سره وګورو نو دا به راته څرګنده شي چي اسلامي هدايات پر دوو لويو برخو وېشل سوي دي چې يو يې عبادات او بل يې معاملات دي.

اول: انسان د خدای ج بنده دی په دې لحاظ هغه بايد د الله ج سره اړيکي او تعلق ولري چې دې اړخ ته عبادات وايي.

بل طرف ته انسان يو ټولنيز او اجتماعي حيثيت لري، انسانان يو له بل څخه جلا ژوند نسي تېرولای نو دا ضرور ده چي يو له بل سره ارتباط او اړيکي ولري همدې اړيکي او ارتباط ته معاملات ويل کېږي.

نو د اسلام په وړاندي مومن انسان هغه څوک دی چي يو طرف ته د عباداتو پابند وي او بل لوري په معاملاتو کي د ښه چلند لرونکی وي.

نو موږ ويلای سو چي د اسلام اقتصادي نظام يو جامع او خپلواکه اقتصادي نظام دی چي اصول يې د اسلامي شرعيت په اساس ايښودل سوي دي.

هر څه بايد د قران، حديث، اجماع او قیاس سره سمون ولري.

دغه اقتصادي نظام د الهي احکامو په اساس تشکيل سوی دی.

د اسلام په اقتصادي نظام کي د انسانانو مادي، معنوي، سياسي او ټولنيز اړخونه ( مسئوليت او ګټورتوب د اصولو په اساس ) په نظر کښي نيول سوي دي

چي په هر اقتصادي فعاليت او معاملو کي بايد مقاصدالشرعيه په نظر کي ونيول سي.

داده يو بنسټيز توپير په لرلو د ګډ اقتصاد يو خاص شکل دی هغه دا چي په دې کي معنوي ارزښتونه او اخلاقي پاملرني له مادي مقاصدو سره يو ځای سوي دي د بازار د اقتصاد د سيسټم په څېر خلګ د تولید او مصرف يا د شخصي کاروبار د تنظيمولو ازادي لري، دولت ددې حق لري چي ټولني ته د زياتو ګټو رسولو لپاره په اقتصادي چارو کي مداخله وکړي همدا رنګه خلګ د دوی د عوايدو د لاسته راوړلو او مصرف کولو لپاره په اقتصادي تصميم نيونه کي زياته ازادي ولري، مګر دوی بايد په هغو حدودو کي پاته سي چي قران الکريم او نبوي سنتو په واسطه ښودل شوي دي.

د اسلام اقتصادي سيسټم په دې باندي بنا سوی چي هر څه په الله ج پوري ارتباط لري چي بشريت ته يې د استعمال لپاره په مځکه کي تهیه کړي دي.

په لنډ ډول د اسلام اقتصادي نظام داسي يو سيسټم دی چي حدود پکښي ټاکل سوي او له هغه څخه سرغړونه جايز نه ده.

په اوسني وخت کي مکمل اسلامي اقتصادي سيسټم په هيڅ ځای کي وجود نه لري که څه هم د اسلامي هيوادونو په ځينو برخو کې ئې وصول معرفي سوي لکه؛ په تمويل او بانکداري کي سود يا ربح بايد وجود ونه لري.

په اسلامي اقتصادي نظام کي تر ټولو عمده بحث د ربح دی، ربح يا (سود) په اسلام کي حرام ګڼل شوی او سخت مجازات لري.

ډېر اقتصاد پوهان ربح (پرازيت يا وايرس) ګڼي او دا تاکيد کوي چي د اقتصادي بحران راتګ له ربحي سره تړاو لري.

( زکات او عشر )

زکات او عشر د اسلام اقتصادي نظام يو مهمه برخه ده؛ چي په تطبيق سره يې فقر او بېوزلي پای ته رسېږي؛

که هر غني او د نصاب مالک د خپل مال زکات په مستحقو تقسيم کړي نو په ټولنه کي به د فقر او بېوزلۍ سلنه بيخي راکمه شي.

لکه څنګه چي الله ج د زکات په اړه فرمايي؛

وَأَقِيمُوا الصَّلٰوةَ وَءَاتُوا الزَّكٰوةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

سورة البقرة ۱۱۰

لمونځ آداء کړئ، زكات ورکړئ.

تاسې چې د خپل عاقبت له پاره څه نيكۍ سرته ورسوئ، وړاندې یې ولیږئ.

د الله ج په وړاندې به هغه موجودې ومومئ.

څه چې تاسې کوئ، الله د هغو ټولو ليدونكى دى.

د اسلام اقتصادي نظام اهداف او موخي؛

۱- امانت داري.

۲- د نورو لپاره پاملرنه.

۳- په مصارفو کي ميانه روي.

۴- د ټولنيزو مسايلو لپاره شورا يا جرګه.

۵- د سوداګرۍ وده او د ربحي يا سود منعه کول.

(د اسلام اقتصادي نظام ځيني مهمي ځانګړتياوي)

۱- د قران الکريم او نبوي سنتو ښوونې چي د رهنما کوونکې ځواک په څېر د ټولو اقتصادي فعاليتونو لپاره خدمت کوي.

۲- د خصوصي سکټور موجوديت او د شخصي دارايي مالکيت.

۳- د بيت المال د شتمنۍ درناوی.

۴- د قيمتونو او بازارونو سيسټم.

۵- د تولید او مصرف په موضوعاتو کي د انتخاب ازادي.

۶- زکات جمعه کول او توزیع يې د دولت په واسطه.

۷- د سود يا ربحي نه موجوديت او د هغه پر ځای په کاروبار کي د مضاربت او مشارکت له اصولو څخه استفاده.

۸- د ميراث اسلامي سيسټم.

۹- د دولت د رفاه پاليسيانو او پروګرامونه د هغه خلګو لپاره چي ټيټ عايد ولري تر څو بنسټيزي اړتياوي پرې رفع کړي.

۱۰- د دولت مسئوليت چي د عايد او ثروت غير مساوات راکم کړي.

موضوع: د اسلام اقتصادي نظام



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25