2021-03-11

د غوره راپورونو په جریان کي نن طب پوهنځی خپل راپور وړاندي کړ

نن پنج شنبه د کب میاشتي پر یويشتمه نېټه د طب پوهنځی رٸیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر د خپلي پوهنځی کلنی راپور وړاندي کړ.

په دغه غونډه کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د حقوقو پوهنځی رٸیس ښاغلي ذبیح الله زاهد، د اقتصاد پوهنځی رٸیس ښاغلي محمد واسع صدیقي، د ډیپارټمنټونو آمرانو او اداري مامورینو ګډون کړي وو.

د غونډي په پرانسته کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د غوره راپورونو د بهیر په اړه جزیات وړاندي کړل؛ هغه وویل په دوامداره توګه به د هري ادارې مسؤل کلنی راپور وړاندي کوي او دغه لړۍ به جریان ورلري.

د طب پوهنځی رٸیس په خورا ښه جزیاتو سره خپل راپور وړاندي کړ، د فعالیتونو او کړونو تر څنګ یې پر فرصتونو، ګواښونو خبري وکړې

همدا راز ښاغلي ډاکټر حاشر په خبره چي زموږ ټینګار دا دی، چي د طب پوهنځی ټولو محصلانو ته په نظري او عملي برخو کي غوره تدریسي خدمات وړاندي کړو.

د غونډي په پای کي د طب پوهنځی د کلني راپور اړوند ګډون والو خپلي پوښتني د ښاغلي ډاکټر حاشر څخه وکړې.

د یادوني وړ ده چي د ١٣٩٩ کال وروستۍ ورځي دي او هره اداره کوښښ کوي، چي په تعقيبي ډول د تېر کال خپلو کړونو او اړتیاو ته په دقت سره غور وکړي.

د غوره راپورونو په جریان کي نن طب پوهنځی خپل راپور وړاندي کړ



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04