2021-07-13

موضوع: د مناسب چاغښت لاري چاري!

لیکنه: احمدالله راحل

د معالجوي طب پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو لړۍ)

دا سمه ده چی لږ وزن لرل د ښایسته اندام د درلودلو لامل کېږي خو بېخي لږ وزن لرل هم ښه نه وي او انسان پکښي ښکلی نه ښکاري.

نو له همدې امله ډېری هغه کسان چې لږ وزن لري د دې په هڅه کي دي چي د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره خواړه او مېوې وخوري تر څو وکولای سي چی مناسب چاغښت او ښکلی اندام ولري.

هغوی نه غواړي چي د درملو په مټ چاغښت ترلاسه کړي او تل د خوړو څخه د خپل وزن د زیاتېدو لپاره ګټه اخلي، خو هغوی په اسانۍ سره خپلي دغي موخي ته نه سي رسېدلای، ځکه چي هغوی ته د چاغښت لپاره، وړ خواړه نه وي معلوم او نه پوهېږي چي څه وخوري، تر څو په لږه موده کي ډېره وزن واخلي.

که تاسو هم د دغو کسانو له ډلي څخه یاست، اندېښنه مه کوئ، موږ غواړو په نننۍ لیکنه کي تاسو ته هغه مېوه در وپېژنو چې په خوړو يې کولای سئ، ډېر ژر چاغښت او مناسب اندام ترلاسه کړئ.

د چاغښت د ترلاسه کولو لپاره ډېري مېوې شتون لري، خو موږ ټول په دې پوهېږو چې که د وزن د زیاتولو لپاره له ټاکل سوي حد څخه ډېره مېوه وخورو، زموږ روغتیا ته جدي زیانونه رسولای سي.

خو یوازینۍ مېوه چې که هر څومره وخوړل شي، د دې ترڅنګ چې زموږ د مناسب چاغښت لامل کېږي، زموږ روغتیا ته هم هېڅ ډول زیان نه رسوي هغه ځمکنی توت (توت زمیني) دی.

د روسیې یوه متخصص چې اولګا شملوا نومېږي په خپله یوه مقاله کی لیکلي چي ځمکني توت (توت زميني) د هغو مېوو له ډلي څخه دی چی خوړل یې روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه لري او انسان ډېر ژر چاغوي.

نوموړي په دغه مقاله کي لیکي چي ځمکنی توت (توت زميني) د ویټامینونو او مغذي موادو څخه ډکه سرچینه ده، نو له همدې امله هغه کسان چې غواړي خپل وزن زيات کړي، کولای سئ چي په پریمانه کچه ځمکني توت (توت زميني) وخورئ.

خو هغه کسان چي نه غواړي وزن یې زیات سي، باید د ځمکني توت (توت زميني) په خوړلو کي پام وکړي او په ډېره کچه يې ونه خوري.

ځمکنی توت (توت زميني) د کالورۍ یوه لویه سرچينه ده او لږ او ډېر خوړل یې په مستقیمه بڼه د انسان پر وزن اغېزه کوي. نو د دغه خوندورې مېوې د خوړلو پر مهال خپل وزن ته پام وکړئ.

ماخذونه:

۱- د پښتو طبي موضوعاتو حل کتاب

۲- نړیوال سایټونه

موضوع: د مناسب چاغښت لاري چاري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25