2021-03-14

رهبري شورا د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري ترسره سول

نن یکشنبه د کب میاشتي پر څلرویشتمه نېټه رهبري شورا په عمومي ریاست کي ترسره سول چي پکښي مؤسس ښاغلي ډاکټر نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي دانش، د عمومي ریاست د دفتر آمر ښاغلي ریحان د درې واړه پوهنځیو رﺉیسانو او د رهبري شورا غړو ګډون کړی وو.

د غونډي په پرانسته کي عمومي رﺉیس ښاغلي دوکتور صافي د تیري رهبري شورا ته کتنه وکړل چي مهمه مسله یې د حضوري زده کړو لپاره د اماده ګي وه.

ښاغلي دوکتور د اجنډا سره سم پر موضوعاتو خبري وکړې؛ هغه وویل حضوري زده کړي باید ښه تعقیب سي او محصلانو ته ټول تدریسي او عملي کریډیټونه پر ورته وړاندي سي.

ښاغلي دوکتور صافي په غونډه کي د راتلوونکي شلمي دورې د کانکور ازمویني لپاره پر سهولتونو خبري وکړې؛ د دوی په قول چي هر ډول امکانات نوي محصلانو ته اماده کړل سي او ټولو ځوانانو ته پر وخت د چارو رسیده ګي وسي.

د اجنډا سره سم پر ځینو خاصو موضوعاتو هم خبري وسوې.

په جلسه کي ګډون والو هم خپل نظرونه شریک کړل.

د یادوني وړ ده چي په علمي شورا کي د موضوعاتو د توافق او تاید لپاره رهبري شورا را غوښتل کیږي او د ټولو قوانینو او لایحو مطابق تصامیم نیول کیږي.

رهبري شورا د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04