2021-03-14

د کمال خان بند د اقتصادي ارزښت تر عنوان لاندي مناظره ترسره سول

نن یکشنبه د کب میاشتي پر څلورویشتمه نېټه یاده مناظره د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی، څېړنیز مرکز او نشراتو مدیریت په ګډه همکاري ترسره سول.

د مناظرې کوربتوب ښاغلي ریحان کاوه او په بحث کي ورسره د اقتصاد پوهنځی استادانو هر یو لکه پوهنیار سورګل اعظيمي، استاد طفیل احمد بصیري، استاد احمد محمدي ګډون کړی وو.

استادانو په مناظره کي د کمال خان بند پر حیاتي ګټو خبري وکړې، د دوی په قول چي دا به د اوبو د مهاره ولو تر ټولو مهم بند وي، چي له مخي به د افغانستان اوبه مدیریت سي او اولس به یې پر ځان بسیا سي.

استادانو افغان حکومت ته د یاد بند په اړه څو تخنیکي سپارښتني درلودې، چي په عملي کولو سره به یې چټک پرمختګ را منځته سي.

محصلانو هم خپلي پوښتني او وړاندیزونه شریک کړل.

د یادوني وړ ده، چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه تل کوښښ کوي، چي په ملي مسايلو کي د علمي اړخه څخه خپل رسالت اداء کړي چي تر دې دمه لسګونه علمي مناظرې، بحثونه او پروګرامونه ترسره سوي دي.

د کمال خان بند د اقتصادي ارزښت تر عنوان لاندي مناظره ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04