2021-03-15

د افغان وسيله روغتيايي مشورتي مرکز استازو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس سره وکتل

پرون یکشنبه د حوت د میاشتي پر ۲۴ نېټه د افغان وسيله روغتيايي مشورتي مرکز استازو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي سره پر داسي مهال وکتل چي د یادي مؤسسې علمي مرستیال، اداري مرستیال او محصلانو چارو مرستیال هم ګډون درلود دی.

ښاغلي دوکتور صافي د راغلو استازو د راتګ څخه خوښي وښودل او مننه یې وکړل چي د یادي مؤسسې څخه لیدنه کوي.

د افغان وسيله روغتيايي مشورتي مرکز استازو په یاده لیدنه کي وویل چي د دوی د راتګ هدف کندهار ته د طب پوهنځی د محصلینو ملاتړ په انګلیسي ژبه کي دی تر څو د یادي پوهنځی محصلین لا هم په دې برخه کي روزنه ترلاسه کړي او د انګلیسي ژبي په طبي اصلاحاتو باندي برلاسه سي.

همدارنګه د دوه اړخیزي همکارۍ د هوکړه ليک په اړه بحث ترسره سو.

تر څو په یاده برخه کي دواړه نهادونو یو د بله همکاره پاتیږي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د یو شمېر نورو داخلي او خاریجي مؤسساتو سره هم په تعليمي برخو کي رسمي هوکړه لیکونه لري.

د افغان وسيله روغتيايي مشورتي مرکز استازو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس سره وکتل



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04