2021-08-10

موضوع: سوسياليزم او سوسياليستي حقوق

ليکنه: احمد خالد وحدت

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

(کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

سوسياليزم او سوسياليستي حقوق

دسوسياليزم(Socialism) مفهوم اومعني:

په ټوليز باور سر ه(Social) له فرانسوي کلمې څخه اخيستل سوی چي دټولني معنا او لاتيني ريښه لري.

دسوسياليزم اصطلاح دلومړي ځل لپاره دفرانسوي مفکر (سن سيمون) له خوا په (۱۸۳۰م) کي کارول سوی او دانګليسي (رابرت اوون) لخوا دود سوی،سوسياليزم يو سياسي غورځنګ او سياسي مکتب دي چي هدف يې دټولنيز سازمان ايجاد دی چي دخلګو په ګټه وي په دې سيسټم کي ټولي سياسي اقتصادي ،صنعتي فابريکي ،دتګ راتګ وسايل (ترانسپورت) ،بانکونه او ټولي چاري د دولت په کنټرول کي وي ،په واقعيت کي سوسياليزم يوډول ټولنيز سيسټم دی چي دټولني و ګټوته اوليت ورکوي او د افرادو ګټي نه مني ،طبقاتي ويش او وګړيزه برابري نه مني او په ټولنه کي د مساوات او برابرۍ له مخي دولتي سياست عياروي ،دخصوصي ملکيت شتون نه مني او ټولي اقتصادي ،سياسي او ټولنيزي چاري د دولت په کنټرول کي وي ،سوسياليزم دعمومي خدماتو،ښووني او روزني،روغتيا ،ترانسپورت ،اوبو ،برېښنا ،لوړوزده کړو چاروته زياته توجه کوي.

دسوسياليزم رامنځته کيدل او بدلون:

کله ناکله سوسياليزم او کمونيزم يو شان ګڼل کيږي ،چي دا يوه تيروتنه ده ،که څه هم ټول کمونيستان ځانونه سوسياليستان ګڼي ولي ټول سوسياليستان بيا کمونيستان نه دي .دسوسياليزم تاريخي لرغونتوب و پخواني يونان ته ور ګرځي ،لومړني فيلسوفانو سوسياليستي افکار وړاندي کړي ؤ.افلاطون دجمهوريت په کتاب کي شتمني دټولومال ګڼلي،په (۱۶م) پيړۍ کي انګليسي (توماس مورو)له يو توپيايې(خيالي) ټولني څځه يادونه وکړه او خصوصي ملکيت يې ناقانونه وګاڼه،له امکاناتو او وسايلو څخه دټولو له خوا داستفادي پر حق يې ټينګار وکړ، سوسياليستي اندونه په مختلفو پړاونوکي په عملي او اجرا سویډول تجربه سويدي،ولي تر صنعتي انقلاب وروسته په اروپا کي کار او د کارګر تر رامنځته کيدو وروسته پر يو سياسي عملي مکتب او اند بدل سو او ډيري سياسي ټولني او اقتصادي پلويان يې پيداکړل ،د (۱۹م) پيړۍ په منځنيو کي په فرانسه کي سن سيمون او په انګليستان کي رابرت اوون د سوسياليزم لپاره ډيري هلي ځلي وکړي ،حتی رابرت اوون په عملي ډګر کي دکمونونو(ګډوټولنو)په جوړولو هم پيل وکړ. د(۱۹م) پيړي په نيمايي کي کارل او فريد ريک انګليز پخواني سوسياليستان تر نيوکي لاندي ونيول او دعملي سوسياليزم طرحه يې وړاندي کړل ،انقلاب يې حتمي او دسوسياليزم بريالۍ بڼه وګڼله، په ټوليز ډول سوسياليزم د (۱۹م) پيړۍ ښکارنده ده، چي له ليبراليزم سره دمخامختيا او ټکر له مخي رامنځته سوی.

په (۲۰م) پيړۍ کي په اسيا،لاتينه امريکا او افريقا کي سوسياليستي اندونه په هغو هيوادو کي رامنځته او پرمختګ يې وکړچي دپانګوالي هيڅ سيستم او تجربه يې نه لرله،سوسياليزم د شلمي پيړۍ په وروستيو کي له کورني کړکيچ سره مخ او له همدي کبله له منځه ولاړ .دا خوځښتونه په (۱۹۸۹-۱۹۹۱م)کي په ختيځه اروپاکي دانقلابونواو بدلونونو لامل سول،چي کمونيزم يې سقوط سره مخ کړ،ددي پر ځاي چي سوسياليستان دلويديځ له ټولنيزي ډيموکراسي سره تړاو پيداکړي ،کله له پارلماني سوسياليستانو ،کله له محافظه کارانو سره او کله نا کله هم ليبراليستي عقايدو منلو ته تو جه وکړه .دسوسياليستانو داډول کړني او اصو ل دسوسياليستانو لخوا تر نيوکي لاندي راغلل.

موضوع: سوسياليزم او سوسياليستي حقوق



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25