2021-08-15

موضوع: په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو د ژمنتیا مسؤل فکتورونه

ليکنه: استاد محمد واسع صديقي

دنده: د اقتصاد پوهنځی رئیس

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو د مقالو برخه)

لنډیز Abstract

د کارکوونکو ژمنه د کارکوونکو له اړیکی او تناب څخه عبارت دی کوم چی د تجارتی سازمان سره یی لری.

په عمومی توګه کله چی د کارکوونکو دژمنی په اړه خبری کوو، داسی ویل کیږی هغه کارکوونکی کوم چی له تجارتی سازمان سره خپله ژمنه لری او ارتکاب یی کړی، هغوی د تجارتی سازمان سره د خپلی اړیکی او ارتباط احساس لری، او داسی احساس کوی چی هغوی د تجارتی سازمان پر اړتیا برابر دی، داسی احساس کوی چی هغوی د تجارتی سازمان په اهدافو پوه دی او د هغوی په ترلاسه کولو کښي عظیمه بسپڼه لری. نو که چیری د یو تجارتی سازمان کارکوونکو داسی فکرونه او احساسات د تجارتی سازمان لپاره ولری، ویل کیږی چی هغوی تجارتی سازمان ته ژمن دی، او په دی حالت کښي کارکوونکی خپل فعالیتونه په موثره توګه او لوړ مولدیت سره اجرا کوی. تجارتی سازمانونه په دی لټه کښي دی ترڅو له رقابت کوونکو څخه بازار ونیسی، مشتریان جلب کړی، زیاته ګټه حاصله کړی او رقابتی قوی یی همیش پیاوړی اواوسی، او ددی کار لپاره ژمن کارکوونکو ته اړتیا لری.

نوموړی څیړنه ځکه تر سره شوه ترڅو په تجارتی سازمان کښي هغه فکتورونه معلوم،مشخص او مناقشه شی کوم چی په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو پر ژمنتیا باندی آغیزه شیندی. د نوموړی څیړنی د اجرا څخه هدف دادی ترڅو هغه فکتورونه معلوم او مشخص شی کوم چی په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو پر ژمنتیا باندی آغیزه شیندی او هغه مثبت او یا منفی لوری ته بیایی. نوموړی څیړنی ته اړتیا ځکه لیدل کیږی ترڅو هغه فکتورونه واضح، مشخص او مناقشه شی کوم چی په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو پر ژمنتیا باندی آغیزه شیندی. نوموړی څیړنه کمی او تشریحی څیړنه ده، او معلومات د لمړنی او دوهمی سرچینو څخه ترلاسه شوی دی.

لمړنی خام معلومات د ښه منظم ترتیب شوی پوښنتپاڼی چی په 5 Point Likert Scale باندی ترتیب شوی وو د Google Form الکترونیکی فورم په وسیله چی ۴۰ تنو ته لیږل شوی وو، ترلاسه شوی دی، او دوهمی خام معلومات د ژورنالونو او نورو څیړنو څخه ترلاسه شوی دی. د ترلاسه شوو معلوماتو تجزیه او تحلیل په کمپیوټری احصائیوی پروګرام Statistical Package for Social Science-SPSS کښي ترسره شوی ده. د نوموړی څیړنی څخه داسی پایله ترلاسه شوی چی د مدیریت ټول اصول او هغوی په موثره توګه تطبیق په تجارتی سازمان کښي دکارکوونکو پر زمنتیا باندی زښته زیاته آغیزه شیندی او نوموړی دواړه فکتورونه یو له بل سره مستقیمه اړیکه لری.

کلیدی کلیمی Keywords:

تجارتی سازمان، مدیریت، اصول، کارکوونکی، ژمنتیا، آغیزه، او داسی نور...

پیژندنه Introduction

د کارکوونکو ژمنه د کارکوونکو له اړیکی او تناب څخه عبارت دی کوم چی د تجارتی سازمان سره یی لری. په عمومی توګه کله چی د کارکوونکو دژمنی په اړه خبری کوو، داسی ویل کیږی هغه کارکوونکی کوم چی له تجارتی سازمان سره خپله ژمنه لری او ارتکاب یی کړی، هغوی د تجارتی سازمان سره د خپلی اړیکی او ارتباط احساس لری، او داسی احساس کوی چی هغوی د تجارتی سازمان پر اړتیا برابر دی، داسی احساس کوی چی هغوی د تجارتی سازمان په اهدافو پوه دی او د هغوی په ترلاسه کولو کښي عظیمه بسپڼه لری. نو که چیری د یو تجارتی سازمان کارکوونکو داسی فکرونه او احساسات د تجارتی سازمان لپاره ولری، ویل کیږی چی هغوی تجارتی سازمان ته ژمن دی، او په دی حالت کښي کارکوونکی خپل فعالیتونه په موثره توګه او لوړ مولدیت سره اجرا کوی (IGELLA, 2014).

موضوع: په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو د ژمنتیا مسؤل فکتورونه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25