2021-08-25

د څېړني کمیټې غونډه ترسره سول!

نن دوشنبه د سنبلې میاشتي پر اوله نېټه د څېړني کمېټې غونډه په عمومي رياست کي د عمومي رئيس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د څېرنیز مرکز آمر محبوب رسول آزاد، د پوهنځيو استازو او د کمېټو غړو ګډون کړی و.

لومړی د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول او پر پاتو چارو د ژر بشپړېدو غوښتنه وسول.

ورپسې په نړیوال ژورنال کي د استادانو د څېړنو د پروسې اړوند معلومات شریک سول چي چاري يې بشپړ سوي او په نږدې راتلونکو څو ورځو کي به د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو څېړني پکښي خپري سي.

ښاغلي صافي د څېړني په برخه کي د ځینو مهمو ورکشاپونو او سیمنارونو غوښتنه وکړه تر څو وخت پر وخت د محصل او استاد د ظرفیت لوړوني په موخه یاد ټرینیګونه ترسره سي.

همدارنګه پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو خبري وسوې.

د یادوني وړ ده ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د څېړني په برخه کي د یو شمیر داخلي او بهرني څېړنیزو ژورنالونو غړیتوب لري.

د څېړني کمیټې غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24