2021-08-30

موضوع: د انتخاب پروسه ( Selection Process )

ليکنه: حميده « بارکزۍ »

د اقتصاد پوهنځی د اتم سمسټر محصله

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د انتخاب پروسه له هغي پروسي څخه عبارت ده په کوم کښي چي د شرایطو مطابق افراد د دندي د تر سره کولو لپاره د کانديد په توګه ټاکل کيږي. د کارکوونکو د انتخاب پروسه د يوې ادارې څخه بلې ادازې ته فرق کوي، خو بيا هم د دي پروسي هدف دادی چي مناسب شخص د مناسبې دندې لپاره وڼاکل سي.

د دندي د تر سره کولو لپاره يو شخص بايد لاندی مراحل طي کړی چي عبارت دی له:

• د دندو تحليل او تجزيه.

• د غوښتنليکونو ارزيابي او شارټ لست ((Shortlist کول

• تحريري ازموينه (Written test)

• مرکه (Interview)

• اړيکي (References)

• طبی معاينه (Medical test)

د دندو تحليل او تجزيه:

پدي پروسه کې دادارې موجود او راتلونکې ضرورتونه په ګوته کيږي او د ضرورتونو په اساس ګمارل صورت نيسی. په دي پړاو کي د بشری منابعو د متخصيصونو لخوا د کارونکو د ټاکلو لپاره معلومات راټول کيږي. دا معلومات د راپورونو، د چارو د مسولينو سره د خبري کولو ، پوښتنليک او نورو طريقه تر لاسه کيږي.

د غوښتنلیکونو ارزيابي او شارټ لست (Shortlist) کول:

د شارټ لیست څخه هدف د هغو وړانديز پاڼو ليرې کول دي چي د ادارې د اړتيا وړ معيارونه يي نه وي پوره کړي، په شارټ لست کي باید د کوم تبعض څخه کار وا نه اخستل سې او همدارنګه په دی مرحله کي باید لاندي نقاط په نظر کي ونيول سي.

• تحصيلات

• کاري تجربه

• ژبني مهارتونه

• د وظيفي ارتقاء او پرمختګ

• ثبات او استقامت

• د کمپيوټر سره بلدتيا

تحريري ازموينه ((Written test

د نوماندانو څخه د ازموينې اخستلو هدف د هغوي د استعداد، تجربی، او کار د توانايي د معلومولو څخه عبارت دي. په دي ازموينه کي اداره غواړي، چي د نوماند کس ليوالتيا، اخلاق، نيمګړتياوې شخصيت او پوهې په اړه سوالونه ځای پر ځای کړي په دي معنا چي دا سوالونه په څو برخو ويشل شوي وي، لکه لومړي برخه علمي برخه چي د بست پوری تړلې پوښتنې پکښي سوي وي، دوهمه برخه يي د نور مسایلو په اړه وي او ورپسې نوري برخې. په ټوله کې دغه پوښتنې د سازمانونو د پالېسيو له مخې جوړيږي.

مرکه (Interview):

مرکه د هری دندې لپاره اخستل کېږي او نن ورځ یې په نړۍ کې د یو ټاکل سوي اصل په توګه پېژني او د نړۍ اکثزه سازمانونه ترې ګټه اخلي. هر کله چې نوماندان د تحريري ازموينې څخه راووځي، نو په بله مرحله کې ورسره مرکه صورت نيسي مرکه د کارکوونکو ټاکلو په پروسه کې مهم او بنسټیز رول لري او په دغه مرحله کې سازمان دا ځانته معلوموي، چې مخکې مرحلو کې کوم معلومات تر لاسه کړي سم دي او که نه؟

مرکه په دوه ډوله ده.

۱: ساختماني يا منظمه مرکه: دا هغه مرکه ده په کوم کښي چي سوالونه مخکي له مخکي نه جوړ سوي وي.

دا مرکه زياتره وخت د لوړ پوړي بستونو لپاره وي.

۲: غيري ساختماني یا غيري منظمه مرکه: دا هغه مرکه ده په کوم کښي چي سوالونه د مرکي په جريان کي جوړيږي او مطرح کيږي، دا ډول مرکه زياتره وخت د ټيټ رتبه بستونو لپاره وي.

مرکه کوونکي (مديران) باید ځيني ټکي په پام کي ونيسي چی عبارت دی له:

• مرکه کوونکي باید له مخکي څخه ځيني پوښتني له ځان سره ليکلي وي او دغه پوښتني له ټولو نوماندانو څخه وکړي.

• د کوم بست لپاره چی مرکه کوي باید ددغه بست د صلاحيتونو او مسووليتونو په اړه کافي معلومات له ځان سره ولري.

• مرکه کوونکي سره د نوماند کس په هکله مخکيني معلومات شتون ولري او که اړتيا پیدا سي، نور وضاحت هم تری وغوښتل سي.

• مرکه کوونکي د مرکي لپاره باید معیاري فورم استعمال کړي.

• مرکه کوونکي باید د نوماند کس سره هر اړخيزه مرکه وکړي او د اړتيا وړ ټولې پوښتنې پکښي جواب سي.

اړيکې (References):

د اړيکې مرجع هغه کسان دي د نوماند کس لخوا په خپل پيژند پاڼه او یا فارمونو کې د زیاتو معلوماتو د غوښتلو په موخه يي نومونه لیکل شوي وي، نو کله چي اداره يو کس په مرکه کي هم بریالې وګڼي، بيا اداره مکلفه ده چې دغه شخص د تير او ماضي په اړه د دغه اړيکو د مرجع څخه معلومات تر لاسه کړي چي دا کار د نوماند په اړه نوې ادارې ته د هغه رويه اخلاق او روش معلوموي او د نوماند کس يو ښه انځور ورته په لاس کې ورکوي. د اړيکې د مرجع په ځاي کي باید د هغه چا نوم وليکل شي د چا سره چي پخوا دغه نوماند کس کار کاوه او يا يي ور سره کوي او په اړه دې پوره معلومات ولري، که دغه کس یي ملګری وي او که نه خو چي پوره اعتماد پرې لري.

صحی معاينات (Medical examination):

کله چي نوماند کس د استخدام ټولي مرحلې طۍ کړي او په دغه مرحلو کي بريالی راووځي، نو بيا ځينی اداری داسي اصول لري د نوماند کس د روغتيا په اړه هم اطمینان تر لاسه کړي او صحي معاینات په نوماند کس تر سره کړي. صحي معاینات د دي لپاره کوي چي دا ثابته کړي، چي نوماند کس خو کومه ساري یا داسې ناروغي نه لري چي دده لپاره یا نورو لپاره د دندی ګواښ رامنځ ته کوي. که چيري د نوماند کس صحي معایناتو کي کومه ستونزه نه وي نو د اداری لخوا خبر ورکول کیږي او په اسانۍ سره به خپله دنده پيل کړي.

د يادوني وړ ده، چي د انتخاب پروسه د بشري منابعو يوه مهمه برخه ګڼل کيږي د یو تجارتي سازمان پرمختګ د همدي پروسې په ښه والې پوري اړه لري، که چيري دا پروسه په سمه توګه مخته يوړل سی نو تجارتي سازمان به داسي کارکوونکي جذب کړي چي هغوي د همدي کار کولو وړتيا لري، خو که چيري دا پروسه شفافه نه وي نو داسي کارکوونکي به تجارتي سازمان ته داخل سی کوم چي خپل دنده په سمه توګه نسي تر سره کولاي د داسی ډول کارونکو له امله به یوه اداره له شاه تګ سره مخ سي. ځکه نو په دي پروسه کي بايد د زيات دقت څخه کار واخستل سي.

موضوع: د انتخاب پروسه ( Selection Process )



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24