2021-08-31

موضوع: د افغانستان په مسئله کي د ښکيلو هيوادونو گټي او اهداف

ليکنه: استاد حبيب الله جنيد

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو د مقالو برخه)

کوښښ کوم په تبصره کي د ډير خيال پلو، (Utopian Idealism) د رسنيو خبری راپور،(Media news & reports) تاريخي سير (Historical Timeline) او د راتلونکي وړاندوينو او توطيو تيوري (Predictions & Conspiracy Theories) څخه صرف نظر وکړم او مستقيم د افغانستان په معضله کي د ښکيلو هيوادونو عمده منافع (Core Interests) د (Realpolitik & Pragmatism) په چوکاټ کي شرح کړم، البته ددغو اهدافو تر لاسه کولو لپاره کيدای سی ذيدخله طرفين د هر ډول سخت يا نرم قدرت او حربې څخه استفاده وکړي.

د طالبانو لخوا په دومره چټکې سره د کابل ډراماټيک سقوط او د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف شرمونکي ماته به په پيړېو د سياسي او نظامي تحليل ګرانو په علمي او عملي محفلونو کي د تودو مناظرو او مباحثو د ثقل مرکز وي او په دی توګه به د نړيوالو اړيکو و علم ته يو نوی فصل د امپراتوريو قبرستان، هيره سوې او هميشنۍ جګړې (The graveyard of empires, the forgotten war, the forever war) په نوم ور اضافه کړل سی.

۱_ په افغانستان کې د امريکا ګټې او اهداف:)د سپټمبر د ۱۱ وروسته(

د نړۍ په تاريخ کي تر ټولو ستر نظامي او اقتصادي قدرت (The Hegemonic Superpower) امريکا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته پنځه سترې جګړې (د کوريا، ويتنام، خليج جګړه، افغانستان او عراق) تر سره کړي دی، چي يوازي د 1991 کال د عراق په جګړه کي بريا حاصل کړی، څلور نور يي تقريباً په شکست منجر سوي دي.

ډونالډ ټرمپ د کابل سقوط؛ د ويتنام د پلازمينې سايګون تر سقوط او په ايران کي تر اسلامي انقلاب وروسته د امريکا سفارت او ډيپلوماټانو تر يرغمل کيدو، ‌خطرناک او د امريکا په ټول تاريخ کي شرمونکی ياد کړ حتا د ولسمشر بايډن څخه يي د استعفاء غوښتنه وکړل.

د تروريزم په وړاندې مبارزه (War On Terror) او د نړيوالو ترهګرو ځالې(Safe Havens) لمنځه وړل، د طالبانو د اسلامي امارت چپه کول، د بشر حقوقو او ليبرال ديموکراسي د اساساتو پر بنياد ملت جوړونه(Nation Building) او جمهوريت نظام قائمول، غربي کلتور او ارزښتونه رايجول، د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت او دايمي اډې څخه په استفاده د منطقې د قدرتونو (پنځه يي اټومی طاقتونه دی) نظارت او جيوپولټيکه محاصره، د مخدره موادو د کرکيلې او قاچاق مخنيوی، د طبيعي زيرمو او کانونو استخراج او داسي نور يي عمده اهداف وه خو د غلطو پاليسيو، د افغانستان د حکومت پراخه فساد، د منطقې د هيوادونو سره نيابتی تقابل او واشنګټن ته په افغانستان کي د ميشتو امريکايي جنرالانو او سفيرانو درواغجن راپورونه مخابره کولو پر مغروره امريکايانو سهار کړ او الله پاک وشرمول.

۲_ روسيه:

افغانان د شوروي اتحاد او روسيې څخه متنفره دي او ښه خاطره ترې نلری، بل پلو روسيه هم خپلو امکاناتو ته په کتو زړه نه ښه کوي چې په نظامي لحاظ په افغان بغرنج کي ځان ښکېل کړی. روسانو د ناټو د يرغل څخه په اوئيلو کي حمايت وکړ حتا په منځني اسيا کي په افغانستان کي د عملياتو (Operation enduring freedom) لپاره د ماناس او کي ټو (K2) نظامي اډې په اختيار کي ورکړی چي وروسته د شانګهای سازمان د فشار له وجې وتړل سوې او همدارنګه کله چي پاکستان په ۲۰۱۱ کال کي د دوي په خاوره کي د بي پيلوټه الوتکو د بمبارۍ په اعتراض کي پر امريکايانو لوجستيکی لار وتړل، هم د منځنۍ اسيا هيوادونو ورته د (Northern distribution network) په نامه سهولت برابر کړي.

د وخت په تيريدو سره ولسمشر پوتين يو ځل بيا روسيه په اقتصادي او نظامي لحاظ پر پښو ودرول او غوښتل يي تر څو خپل د قدرت په تناسب معادلات د سره ترسيم کړی لکه په سوريه، کريميا، ګرجستان، وينزويلا کی د امريکا او غرب سره ښکر په ښکر سول او حتا د امريکا پر ټول دولتي سيستم يي د (Solar winds) په نامه سايبرې حملې وکړي او د متحده ايالاتو د جمهوري رياست په ټاکنو کي په لاسوهنې تورن سوه. روسيه د منځني آسيا جمهوريتونه (CARs) خپل د نفوذ ساحه(Sphere Of Influence) ګڼي او د ډليز امنيت تړون (CSTO) د لارې ځان د هغوي امنيتي قراردادي محسوبوی همدارنګه نه پريږدي چي د افغانستان څخه ترهګرۍ و آسيا ميانه، قفقاز (داغستان او چچنيا مشهوره په (Soft Underbelly) او خپله روسې فيدراسون ته منتشره سې او ثبات او امنيت تهديد کړی لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ(IMU) او نورې وسلوالې ډلې. د افغانستان څخه د مهاجرو، وسلو، مخدره موادو د قاچاقو مخنيوی، د امريکا تر وتلو وروسته د قدرت تشه ډکول او د خپل نفوذ پراختيا او کيدای سي نور کلتوری او اقتصادي اهداف هم ولري.

افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پر وژلو يي جايزې کيښودلی، طالبانو سره يي تخنيکي، مالي او د پرمختللو وسلو (شب بين، سنايپر او هليکوپتر ضد توغندې) مرسته وکړل.

د افغان سياسيونو او طالبانو ترمنځ يی د سولې مذاکراتو کوربه توب سره يي طالبانو ته ضمني رسميت او مشروعيت ورکړ، د ترويکا پلس (Troika plus) يا امريکا، روسيه، چين + پاکستان برنامه يي په لار واچول او حتا د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته، يو د لومړنيو ممالکو څخه ؤ چي سفارت يی نکړ بند، او په پنجشيرکي نوی مقاومت يي د طالبانو په وړاندي کمزوره او بي فايدې ياد کړ، پر سوليز حل يي ټيګار وکړ او شايد ژر د طالبانو دوهم امارت هم په رسميت وپېژني.

روسيه د امريکا شکست او طالبانو بريا ته هم خوشحاله او هم انديښمنه ده؛ هغه په دي خاطر چي طالبان او روسيې په تير کي ترينګلې اړيکې درلودې، مثال د طالبانو لخوا د چيچنيا ازادۍ په رسميت پيژندل او د شمالي ټلوالې څخه د روسانو حمايت.

روسيې په افغانستان کي د امريکا څخه خپل غچ واخيست، نړيوال حيثيت يی ور تبا کړ، متحدين يی د امريکا پر وړتيا او دفاعي تضمينونو شکمن کړل او شل کاله يی بوخت وساتل، بشری او انساني منابع يي ور ضايع کړی او د امريکا په نظامي او سياسي نيمګړتياوو يی ځان پوه کړ همدارنګه د موقع څخه په استفاده يي چي امريکا د تروريزم سره په جګړه مصروفه وه د يو ستر سيميز قدرت په توګه تبارز وکړ .

موضوع: د افغانستان په مسئله کي د ښکيلو هيوادونو گټي او اهداف



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24