2021-09-04

موضوع: د کبانو تازه غوښه وخوری چه سالم و اوسی:

ليکنه: کبير احمد

د طب پوهنځی د نهم سمسټر محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

کب یا ماهی د ځمکی پر مخ یو له سالمو خوړو څخه شمیرل کیږی.

د کب تازه غوښه د پروتین یوه ښه منبع ده چه په خپل ترکیب کی ګڼ شمیر مهم غذایی مواد لري.

چه د انسان د بدن او اعصابو پیاوړتیا دپاره خورا مهم ګڼل کیږی. د بیلګی په ډول اومیګا دری غوړ اسیدونه یا Omega -3 fatty د کبانو په غوړو کی موندل کیږی. چه د زړه د ناروغی په مخنیوی او خطر راکمولو کی مرسته کوی. همدارنګه د وینی غوړ یا کلسترول او د وینی فشار نورمال ساتی. خفګان یا Depression ,وسوسه یا Anxity او د بندونو دردونه او نورو ناروغیو په مخنیوی کی ډیره مرسته کوی.

د کبانو غوښه ګڼ شمیر ویټامینونه لري ولی ویټامین ډی چه په غوړو کی منحل ویټامین دی په زیاته پیمانه پکی شته .ویټامین ډی د ماشومانو د هډوکو په وده او د بدن معافیتی سیستم په پیاوړتیا کی مهم رول لوبوی. سربیره پردی منرالونه او ایوډین هم په کبانو کی شته. چه د وجود سلامتیا لپاره اړین دي.له دی امله هر انسان باید په اونۍ کی یو یا دوه ځله کبانو غوښه وخوری.

څیړنو او تجربو ثابته کړی چه د کبانو غوښه ډیری ګټی لري او د یوی سالمی ټولنی په رامنځ ته کولو کی مهم رول لوبوی.

دا چه څه ګټی لري عبارت دي:

* که غواړی چه د زړه ناروغۍ څخه په امن کی پاتی شی نو د کبانو د غوښی خوړل زیات کړی.

* که غواړی سالمه کورنۍ ولري او کوچنیان مو ځیرک او هو ښیار وي د کبانو د غوښی استعمال زیات کړی .ځکه د کبانو په غوښه کی ټول هغه غذایی مواد چه د بدن او مغزو په وده کی پوره ونډه لري شته.

* هغه امیندواره ښځی چه په اونۍ کی 340 ګرامه د کبانو غوښه خوری ماشومان به یی روغ رمټ او هوښیار وي.

* د عمر په تیریدو سره د انسان بدن او مغز کمزوری کیږی ولی هغه کسان چه په منظم ډول د کبانو د غوښی خوری د قوی حافظی او عاطفی لرونکی وي.

* د کبانو د غوښی خوړل انسان تندرسته او خوشحال ساتی او د خفګان او وسوسی په لمنځه وړلو کی ورسره مرسته کوي.

* د نړی 40 سلنه خلک د ویټامین ډی د کمښت سره مخامخ دی د کبانو غوښه د ویټامین ډی یوه بډایه منبع ده .

* د کبانو غوښه د شکر د ناروغی په مخنیوی کی مهم رول لوبوی.

* همدارنګه د کبانو د غوښی خوړل د سالنډی یا نفس تنګی ناروغی په مخنیوی او کم ساتلو کی مرسته کوی.

* د کبانو غوښی خوړل د سترګو د لید قوه پیاوړی کوی .

* بی خوبي نن سبا یوه عامه ستونزه ده خو د کبانو غوښی خوړل دا ستونزه حل کولای سي.

موضوع: د کبانو تازه غوښه وخوری چه سالم و اوسی:



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24