2021-09-06

موضوع: د منازعاتو مديريت آغيزې د کارکوونکو پر فعاليتونو باندي

ليکنه: استاد احمد محمدي

دنده: د اقتصاد پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو د مقالو برخه)

د منازعاتو مديريت آغيزې د کارکوونکو پر فعاليتونو باندي

پیژندنه Introduction

منازعه له هغه حالت څخه عبارت ده په کوم کښي چی یو انفرادی شخص یا یوه ټولۍ داسی فکر وکړی چی د بل انفرادی شخص او یا ټولۍ له لوری منفی آغیزه پر شوی او یا پر کیږی. (Kodikal, August 2014) . منازعه په حقیقت کښي د Strike د لاتینی کلیمی څخه مشتق شوی ده چی د شخړی او لانجو په معنی ده، خو منازعه همیش شخړه یا لانجه نه وی. منازعه د ګټی، افهام او تفهیم، او ارزښتونو او نورو ګڼ شمیر فکتورونو په اساس په وجود راځی. منازعه هم مثبتی آغیزی شیندی او هم منفی آغیزی. مثبتی آغیزی لکه په تجارتی سازمان کښي د کار موثریت ته ارتقا ورکول، (Ndulue, 2016). د معلومات نشریدل او شریک کیدل، او په تجارتی سازمان کښي نوښټونو او ابتکاراتو ته وده ورکول ذکر شوی ټول هغه فکتورونه دی کوم چی په تجارتی سازمان کښي د منازعی په اساس په وجود راځی. خو منازعه همیش مثبتی آغیزی نه شیندی بلکه ځینی وختونه په تجارتی سازمان باندی او کارکوونکو باندی منفی آغیزی هم شیندی ، د بیلګی په توګه په تجارتی سازمان کښي د سولی له منځه وړل، د تجارتی سازمان د اهدافو پر ټاکلی وخت نه ترلاسه کیدل ، تجارتی سازمان رقابتی قوه کمزوری کول او تجارتی سازمان له ناکامی لوری ته بیول او داسی نور. کله چی منازعه په وجود راشی په تجارتی سازمان کښي البته چی د منازعی هر ډول په وجود راشی، د حل او فصل لپاره باید ځینی معیاری قدمونه تعقیب شی، لمړی باید د ستونزی درک وشی چی ستونزه شته او که نه، دوهم پریږدی چی په منازعه کښي را شکیل اشخاص او یا ټولۍ خپل نظرونه سره شریک کړی، دریم ستونزه باید واضح شی او ځانګړتیاوی یی مشخصی شی، څلورم د منازعی د حل او فصل لپاره چی کومو سرچینو ته اړتیا شته باید مشخصی شی، پنځم د دواړو ټولیو د دوجانبه تفاهم لپاره باید لاری چاری وسپړل شی او پلټنه یی وشی، شيږم د ستونزی او منازعی د حل او فصل لپاره باید لاری چاری وپلټل شی. اووم که چیری په نوموړی مراحلو د اجرا څخه وروسته ستونزه او منازعه حل او فصل نشوه باید څه تر سره شی دا باید مشخص شی. ، (Awan, 2015) منازعه پر دوه ډوله ده، مثبته منازعه او منفی منازعه. مثبته منازعه له هغی منازعی څخه عبارت ده کوم چی د تجارتی سازمان په ګټه تمامیږی او په تجارتی سازمان کښي پوهاوی خپروی، نوښتونه په وجود راوړی، تجارتی سازمان کمزوری نقاط په قوی نقاطو تبدیل کوی او داسی نور. منفی منازعه له هغه منازعی څخه عبارت ده کوم چی د تجارتی سازمان په زیان تمامیږی، هغه په دی معنی چی په تجارتی سازمان کښي د کارکوونکو او څانګو ترمنځ همږغی، همکاری او صمیمیت له منځه وړی (Abdullah, 2015) ، په تجارتی سازمان کښي سوله له منځه وړی، او د تجارتی سازمان د اهدافو پر ټاکلی او مشخص وخت ترلاس کول له ګواښ سره مخ کوی. منازعه څلور لویی کتګوری لری، لمړی هغه منازعه چی یو شخص یی له خپل ځان سره لری، دوهم هغه منازعه چی یو انفرادی شخص یی د یو بل انفرادی شخص سره لری، دریم هغه منازعه چی په یوه ټیم او ټولۍ کښي د دوو انفرادی اشخاصو او غړو ترمنځ موجوده وی، او څلورم هغه منازعه کوم چی د دوو ټیمونو، ګروپونو او ټولیو ترمنځ په وجود راځي. د پروفیسور توماس کیلمین لخوا پنځه تګلاری وړاندیز شوی دی یعنی چی کله په تجارتی سازمان کښي منازعه، شخړه او لانجه په وجود راشی، نوموړی منازعه په پنځو ۵ تګلارو سره کولای شو حل او فصل یی کړو، نوموړی پنځه تګلاری عبارت دی له Collaborating, Accommodating, Avoiding, Compromising او Competing څخه، چی هره یوه تګلاره خپل ځان ته بیل مشخصات او میکانیزم لری. لمړی تګلاره د منازعی د حل او فصل کولو لپاره د Accommodating یا د توافق تګلاره ده ، په کومی کښي چی یوه ټولۍ بلی ټولۍ ته هغه څه ورکوی او اماده کوی چی هغه اړتیا ورته لری او هغه غواړی، او دا حالت هغه وخت په وجود راځی چی کله یوه ټولۍ داسی فکر او نظریه ولری چی ستونزه ډیره کوچنی ده او نه باید دهغه لمن لانوره هم اوږده شی ، ځکه نو ددی لپاره چی ستونزه پر همدغی ځای پای ته ورسیږی او حل شی د موافقی تګلاری څخه استفاده کیږی، دوهم Avoiding یا پریښودل دا هغه تګلاره ده په کوم کښي چی یوه ټولۍ بله ټولۍ خپل سر ته پریږدی چی ګواکی منازعه به خپله ځان په حل ورسوی او که چیری مداخله وشی ممکین منازعه لانوره زیاته او قوی شی او پراختیا ومومی ځکه نو ستونزه پریښودل کیږی ترڅو خپله ځان په حل ورسوی، دریم Collaborating یا ګډه همکاری کول دا هغه تګلاره ده په کومی کښي چی دواړی د منازعی داخلی ټولی خپل په منځ کښي نظرونه سره شریک کوی ترڅو د ستونزی او منازعی د حل او فصل لپاره داسی حل په وجود راشی چی د دواړو ټولیو ګټي په کښي خوندی وی، څلورم Compromising یا روغه جوړه هغه تګلاره ده د منازعی د حل او فصل لپاره په کوم کښي چی د منازعی دواړی دخیلی ټولی د مساوی واک او قوت څښتنی وی او یو د بل شروط منلو ته اماده وی ترڅو دوجانبه موافقه په وجود راشی، او پنځم Competing رقابت کولو تګلاره هغه تګلاره ده په کومی کښي چی دواړی دخیلی ټولی د منازعی کوښښ کوی ترڅو یو له بل سره رقابت وکړی او د رقابت په نتیجه کښي یوه ټولۍ ماته خوری او بله ټولۍ ګټونکی کیږی. د تجارتی سازمان حالاتو، وضعیت او ساختمان ته په کتنی سره د منازعی د حل او فصل لپاره د ذکر شوو پنځو تګلارو څخه یوه تګلاره باید انتخاب شی ترڅو د تجارتی سازمان په داخل کښي سوله برقراره وساتل شی او هم د تجارتی سازمان اهداف پر ټاکلی وخت ترلاسه شی. (Ester, March 2020)

پایله Conclusion

منازعه له هغه حالت څخه عبارت ده په کوم کښي چی یو انفرادی شخص یا یوه ټولۍ داسی فکر وکړی چی د بل انفرادی شخص او یا ټولۍ له لوری منفی آغیزه پر شوی او یا پر کیږی. منازعه په حقیقت کښي د Strike د لاتینی کلیمی څخه مشتق شوی ده چی د شخړی او لانجو په معنی ده، خو منازعه همیش شخړه یا لانجه نه وی. منازعه د ګټی، افهام او تفهیم، او ارزښتونو او نورو ګڼ شمیر فکتورونو په اساس په وجود راځی. منازعه هم مثبتی آغیزی شیندی او هم منفی آغیزی. مثبتی آغیزی لکه په تجارتی سازمان کښي د کار موثریت ته ارتقا ورکول، د معلومات نشریدل او شریک کیدل، او په تجارتی سازمان کښي نوښټونو او ابتکاراتو ته وده ورکول ذکر شوی ټول هغه فکتورونه دی کوم چی په تجارتی سازمان کښي د منازعی په اساس په وجود راځی. خو منازعه همیش مثبتی آغیزی نه شیندی بلکه ځینی وختونه په تجارتی سازمان باندی او کارکوونکو باندی منفی آغیزی هم شیندی ، د بیلګی په توګه په تجارتی سازمان کښي د سولی له منځه وړل، د تجارتی سازمان د اهدافو پر ټاکلی وخت نه ترلاسه کیدل ، تجارتی سازمان رقابتی قوه کمزوری کول او تجارتی سازمان له ناکامی لوری ته بیول او داسی نور. د نوموړی څیړنی څخه داسی پایله ترلاسه شوی چی په تجارتی سازمان کښی د کارکوونکو پر فعالیتونو باندی د منازعاتو د مدیریت دری ډوله تګلاری لکه Compromising Strategy ، Accommodating Strategy او Competing Strategy زښته زیاته آغیزه شیندی او هغه متاثره کوی.

سپارښتنی Recommendations

تجارتی سازمانونو ته د متازعاتو د حل او فصل لپاره لاندی وړاندیزونه کوو:

- تجارتی سازمانونه باید زیاته هڅه او کوښښ وکړی ترڅو د منارعاتو په وسیله په تجارتی سازمان کښي سوله له منځه لاړه نشی، او د منازعاتو د مدیریت د موثرو تګلارو څخه موثره استفاده وکړی.

- تجارتی سازمان باید د منازعاتو د موثر مدیریت په موخه د منازعاتو د موثرو تګلارو څخه د استفادی په وخت کښي د تجارتی سازمان ساختمان، کلتور او نور داخلی فکتورونه په نظر کښی ونیسی.

- تجارتی سازمان باید د منازعاتو د حصل او فصل او موثر مدیریت لپاره له Compromising او Collaborating تګلارو څخه استفاده وکړی ترڅو منازعات په موثره توګه حل او فصل شی.

- کله چی د دووانفرادی اشخاصو، ټولیو او یا ډیپارټمینټونو ترمنځ منازعات په وجود راشی، تجارتی سازمانونه باید د منازعاتو د هوارولو په موخه داسی تګلاری په کار واچوی په کوم کښي چی د دواړو ټولیو ګټی خوندی وی او د دواړو ټولیو دوجانیه موافقه ترلاسه شی

- او داسی نور...

ماخذونه References

1 • abdullah. (2015). the impact of conflict management on organizational effectiveness (a case study: ministry of higher education of jordan) . jordon: islamic university .

2 • awan, a. g. (2015). conflict management and organizational performance: a case study of askari bank ltd. . pakistan : punjab university .

3 • ester, t. (march 2020). the effect of conflict resolution strategies on employee performance in kampala capital city authority (kcca), uganda . uganda : kampala international university.

4 • kodikal, d. r. (august 2014). conflict management strategies – a comparative analysis of the employees working for service sectors . india : banglore university .

5 • ndulue, t. i. (2016). impact of conflict management on employees performance: a study of nigerian breweries plc, iganmu, lagos state, nigeria . european journal of business and management .

موضوع: د منازعاتو مديريت آغيزې د کارکوونکو پر فعاليتونو باندي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24