2021-09-07

موضوع: د قيامت د ورځي علامې

ليکنه: حافظ محمد جاويد ادبيار

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د قيامت د ورځي علامې:

لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره علامي ته يا ديو شي اول حالت ته ويل کيږي اوساعة دزمانې يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په قران اوحديث کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة ورته ويل کيږي چي نا څاپه به راځي نود اشراط الساعة څخه دقيامت علا مې مراد دي هغه چي د قيامت تر را تللو وړاندي به واقع کيږي.

دمحمد سورت په ( ١٨ ) ايت کښي الله تعالی فرمايي: {فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا}

ترجمه: دوى انتظار نه کوي مګر دقيامت چي د‍ وى ته به ناڅاپه راځي اويقينا علامې يې راغلي دي.

دقيامت د علامو ډولونه: دقيامت علامي په ( ٣ ) ډوله دي:

ليري علامي : چي هغه ټولي ښکاره سوي او پيښي سوي دي؛ لکه دنبي صلى الله عليه وسلم بعثت؛ لکه څنګه چي په صحيحينو کښي دانس رضي الله عنه حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : «بعثت أنا والساعة كهاتين. وضم السبابة والوسطى» ترجمه: زه را ليږل سوى يم په داسي حال کښي چي زه او قيامت داسي يو لکه دا دوي، د شهادۀ او منځنۍ ګوته يې سره يو ځاى کړل، دسپوږمۍ انشقاق يا ټوټه کېدل، همدارنګه د حجاز په مځکه باندي د اور راوتل چي په بصری کښي به يې لا رڼا پرته وي او دهغه ځاى خلګ به د اوښانو غاړي پکښي وويني؛ لکه څنګه چي په صحيحنو کښي د ابوهريرۀ رضي الله عنه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا تقوم الساعة حتى تخرج نار من أرض الحجاز تضيء أعناق الإبل ببصرى»

ترجمه: تر هغه پوري به قيامت قائم نه سي ترڅو د حجاز له مځکي اور را ونه وزي، په بصری کښي د اوښانو غاړي روښانه کړي. بصرى په دمشق کښي يوه علا قه وه.

ديادوني وړده چي دا علا مه په ( ٦٥٤ ) کال د جمادى الا خيرۀ په اولو شپو کښي ښکاره سوه چي د مدينې منورې د مشرق لخوا داسي لوى اوډير اور ښکاره سو چي دبصرى خلګو وويل موږ دخپلو اوښانو غاړي پکښي وليدلې يعني رڼا يې شام ته ورسېدل.

منځنۍ علامې: هغه ښکاره سوي دي خو ختمي سوي نه دي بلکي ورځ په ورځ ډيريږي، ځيني يې د حديث جبريل په نامه مشهور حديث کښي بيان سوي دي، کله چي جبريل عليه السلام له نبي صلى الله عليه وسلم څخه دقيامت د علامو په اړه پوښتنه وکړه، هغه په جواب کښي داسي ورته وويل:

«أن تلد الأمة ربتها، وأن ترى الحفاة العراة العالة رعاء الشاء يتطاولون في البنيان»

ترجمه: دا چي مينځه خپله باداره وزيږوي، ((يو مطلب يې دادى چي لور به خپلي مور ته داسي امر کوي لکه يوه مالکه چي يې په خپلي مينځي کوي)) او دا چي ته به هغه د لوڅو پښو، لوڅو بدنونو، فقيران او د پسونو څارونکي کسان ووينې چي په ودانيو کښي به يو پر بل فخرسره کوي، يعني پيسي به ډيري سي تر دې چي صحرا نشينه خلګ به يو تر بل ښه کورونه جوړوي او فخر به په کوي.

همدارنګه د ( ٣٠ ) د جالانو، درواغجنانو اودنبوت د دعوه کوونکو ښکاره کېدل؛ لکه څنګه چي په صحيح البخاري کښي دابوهريرۀ رضي الله عنه حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا تقوم الساعة حتى يبعث دجالون كذابون قريبا من ثلاثين كلهم يزعم أنه رسول الله»

ترجمه: ترهغه پوري به قيامت قائم نه سي ترڅو (٠ ٣ ) ته نزدي دجالان اولوى درواغجنان را پورته نسي، هر يو به يې ددې دعوه کوي چي دى دالله تعالى رسول دى.

اوپه ابوداؤد کي هم داسي حديث راغلى دى چي په پاى کي يې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «وأنا خاتم النبيين لا نبي بعدي»

ترجمه: اوزه دانبياء عليهم السلام اخيري نبي يم له ما وروسته بل نبي نه راځي.

همدارنګه بله علامه له دې علامو څخه د فرات په سيند کي د سرو زرو دغره ښکاره کيدل دي؛ لکه څنګه چي په صحيحنو کښي د ابوهريرة رضي الله عنه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا تقوم الساعة حتى يحسر الفرات عن جبل من ذهب يقتتل الناس عليه، فيقتل من كل مائة تسعة تسعون ويقول كل رجل منهم لعلي أكون أنا الذي أنجو»

ترجمه: ترهغه پوري به قيامت نه سي قائم ترڅو د فرات سيند د سرو زرو غر ښکاره کړي، او خلګ به جنګ ورباندي کوي، تردې چي له هرو ( ١٠٠ ) نفرو څخه به ( ٩٩ ) نفره ووژل سي او هر يو به وايې: ښايي چي زه به وژغورل سم يعني زه به پاته سم او د سرو زرو مالک به سم.

ديادوني وړ ده چي ياده علامه تر اوسه پوري نه ده موجوده سوې.

غټي علامې: لوی او قيامت ته نژدې علامې چي تر اوسه پوري يوه هم نه ده موجوده سوې دحذيفه بن اسيد رضي الله عنه په حديث کښي چي امام مسلم رحمه الله تعالى را روايت کړى دى راغلي دي، حذيفه بن اسيد رضي الله عنه وايي: په داسي حال کي چي موږ مذاکره سره کول نبي صلى الله عليه وسلم را ښکاره سو او ويې ويل: « ما تذاكرون؟ تاسي د څه شي يادونه سره کوى؟ قالوا: نذكر الساعة. موږ ورته وويل: د قيامت يادونه سره کوو قال: ده وويل: إنها لن تقوم حتى تروا قبلها عشر آيات: فذكر الدخان والدجال، والدابة، وطلوع الشمس من مغربها، ونزول عيسى ابن مريم صلى الله عليه وسلم، ويأجوج ومأجوج، وثلاثة خسوف: خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب، وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم»

ترجمه: بې شکه دا قيامت به تر هغه پوري قائم نه سي تر څو چي تاسي تر مخکي ( ١٠ ) علامې ونه وينى، بيا نبي صلى الله عليه وسلم ددخانې يعني دود چي فضا به ډکه کړي يادونه وکړه، ددجال، دابة الا رض ، له مغرب څخه د لمر را پورته کېدل، عيسى بن مريم عليه السلام، ياجوج اوماجوج، ( ٣ ) خسفه يعني دمځکي لوېدل يو په شرق، بل په غرب او بل به په جزيرۀ العرب کي وي او اخيري علامه يې هغه اور دی چي له يمن څخه به را وزي اوخلګ به خپل محشر يعني د را جمع کېدلو ځاى ته شړي.

موضوع: د قيامت د ورځي علامې



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24