2021-03-16

د افغانستان اسلامي بانک استازو د مؤسسې د رئیس سره وکتل

نن سه شنبه د حوت میاشتي پر ۲۵ نېټه د افغانستان اسلامي بانک استازو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور صافي سره لیدنه ترسره کړل.

په یاده لیدنه کي لومړی ښاغلي دوکتور صافي د افغانستان اسلامي بانک راغلو استازو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د مؤسسې په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل.

همدارنګه په یاده لیدنه کي پر دوه اړخیزه همکاري بحث ترسره سو.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د دې بانک تر څنګ د یو شمېر نورو بانکو سره هم د همکارۍ هوکړه لیکونه لري.

د افغانستان اسلامي بانک استازو د مؤسسې د رئیس سره وکتل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21