2021-09-13

موضوع: ارواپوهنه او د ارواپوهني موخي

ليکنه: نويد احمد حيدري

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو د مقالو برخه)

د ارواپوهني په مرسته د انسان د سلوکو تر شاه انګېزې پېژندلای سو، یعني ولي یو شخص ځانګړې رویه ترسره کوي. سربیره پر دې، د ارواپوهني په لوستلو سره کولای سو ځانونه وپیژنو او د نورو خلکو د کړو وړو پر وړاندي خپل غبرګون وپېژنو.

ارواپوهنه زموږ د وجود او اعصابو ترمنځ اړیکه راپیژني. موږ کولای سو د ارواپوهني په مرسته د زده کړي او یادولو له مناسبو لارو چارو څخه ګټه واخلو. د ارواپوهني پوهه وړتیا راکوي چي د ژوندانه له ستونزو او له هغه عواملو سره چي د اندېښنې باعث ګرځي مبارزه وکړو او په وړ ډول ژوند مخته یوسو. د ارواپوهني په لوستلو سره شخص کولای سي د ارواپوهني په موضوعاتو کي د څېړني ښه میتودونه زده کړي او په همدې ډول په څېړنه کي د تېروتنو مخه ونیسي تر څو ښه څېړنه تر سره کړي. ارواپوهنه کولای سي په محصل کي انتقادي تفکر (Critical Thinking) رامنځته کړي ، نه یوازي په څېړنه کي بلکي د ژوند په ټولو چارو کي.

عام وګړي ډېر کله پر اعلاناتو، د کتابونو پر خبرو ، پر فېسبوکي پوسټونو او د سیاسیونو پر خبرو په غیر شعوري توګه باور کوي او همداشان په غیري شعوري توګه د هغه شیانو په وړاندي حرکت پیلوي ځکه دوی په کافي اندازه له انتقادي تفکر (Critical Thinking) څخه استفاده نه وي کړې. د ارواپوهانو څېړنه عموماً پر معلوماتو او کره شواهدو ولاړه وي. دوی بې دلیله او بې شواهدو قضاوت نه کوي نو ځکه موږ يې علمي بولو.

د ارواپوهني موخي څه دي؟

په ارواپوهنه کي څلور عمده موخي موجودي دي چي د بشر د رويې د رمز په څرګندولو کي راسره مرسته کوي.

1. تشریح / سپړنه ۲. جوتونه ۳. اټکل ۴. کنټرول

تشریح / سپړنه (Description) څه روان دي؟

د ارواپوهني لومړۍ موخه دا ده تر څو د رويې په اړه موږ ته معلومات راکړي. یو ارواپوه د یو فرد رویه ویني او بیا د عادي او غیري عادي رويې په اړه قضاوت کوي. د بیلګي په ډول : که په ښوونځۍ کي ښوونکی یو زده کوونکی وویني چي په عجیب او غیري عادي دول رویه تر سره کوي، ټولګۍ ته پر خپل وخت نه حاضریږي، کورنی کار نه لیکي، نمرې يې د پخوا څخه پر کمېدو دي او د ښوونځۍ پر وړاندي بې تفاوته وي چي دا د زده کوونکي د رويې او افکارو تشریح اوسپړنه ده.

جوتونه (ٍExplanation) دا ولي پېښیږي؟

د ارواپوهني دوهمه موخه دا ده تر څو وښيي چي یوه رویه ولي واقع کیږي، یعني یو کس ولي یو ځانګړې رویه ترسره کوي او کوم سببونه د انسان پر شخصیت، دماغي حالت او کړنو اغیز کوي. که وغواړو د رويې تر شاه لاملونه پیداکړو نو باید تجربه تر سره کړو چي په ضمن کي کولای سو یو نظریه وړاندي کړو. د بیلګي په ډول : دغه زده کوونکی باید د ماشومانو ډاکټر ته وروستل سي تر څو هغه يې وګوري چي زده کوونکی خو به فزیکي ناروغي نلري. که يې فزیکي ناروغي نه لرل له هغه وروسته باید ارواپوه ته وروستل سي. بالآخره ارواپوه د زده کوونکي د رويې تر شاه د زده کړي ناروغي(Dyslexia) ده جوتوي، نو په درېيم قدم کي ارواپوه د موجوده حالت اړوند وړاندوینه کوي. دبیلګي په ډول: که د زده کوونکي د ناروغۍ علاج ونسي، نو په راتلونکي کي به له څه شي سره مخ سي؟

وړاندوینه(Prediction) بیا کله واقع سي؟

دا اندازه ګیري چي په راتلونکي کي به څه پيښ سي وړاندوینه ګڼل کیږي . د ارواپوهني بله اصلي موخه دا ده تر څو د انسان د فکر یا رويې په اړه وړاندوینه وکړي. کله چي دا معلومات ترلاسه کړو یو رویه څنګه رامنځته کیږي او ولي واقع کیږي نو موږ ته کافي معلومات حاصلیږي او د دغه معلوماتو پر بنسټ رواني مشاور یا ارواپوه اټکل کولای سي.

که پورته بېلګه په نظر کي ونیسو، نو موږ ښايي دا وړاندوینه وکړو؛ که زده کوونکی همداسي پاته سي نو په ښوونځۍ کي به ښه علمي فعالیت ونسي کړای او هیڅکله به خپل قوت او استعداد څرګند نه کړي.

کنټرول(Control)څنګه تغیرولای سو؟

هر کله چي ارواپوهانو د رويې په اړه وړاندوینه وکړه نو له هغه څخه وروسته بلي موخي ته لاره هواریږي او هغه موخه د کنټرول په نامه سره یادیږي. کله چي غیري عادي رویه موجوده وي، نو په اړه يې باید یو څه وسي تر څو بیرته عادي حالت ته تغیر سي. د ارواپوهني څلورمه موخه ډیره اړینه ده او د څلورمي موخي پلي کوونکي د خلکو غیر عادي رویه تغیروي تر څو د خلکو په ژوند کي مثبت او ګټور تغیرات راولي. که پورته ذکر سوې د زده کوونکي بېلګه په نظر کي ونیسو، د ده او دا ډول نورو زده کوونکو لپاره چي د (Dyslexia) ولري، ارواپوهان او د ښوونځۍ ښوونکي داسي کړنلاره په کار اچوي تر څو په مرسته يې دغه زده کوونکی وکولای سي په کافي اندازه فعالیت وکړي، یو شی ولولي او خپل پټ قوت او استعداد په کار واچوي. هره رواني څېړنه ټولي موخي په نظر کي نه نیسي. په ځینو حالاتو کي ارواپوهان په څېړنه کي یوازي پر تشریح (Description) او وړاندوینه (Prediction) تمرکز کوي، یعني د رويې په اړه سپړنه تر لاسه کوي او او په اړه يې اټکل کوي. البته څلورمي موخي ته درملنه کوونکې موخه ویل کیږي.

په پایله کي باید ووایم، په تیرو څو کلونو کي دغه موخي نه دي تغیر سوي مګر هغوی ته د رسیدو لارو تغیر موندلی دئ. د بیلګي په ډول: د بیلابیلو درملنو له لاري د یو کس رویه تغیرولای سو او د رويې په اړه يې د بیلابیلو لارو چارو او څېړنو له لاري معلومات او تشریح لاسته راوړلای سو.

ماخذونه:

۱: حبیبي، شفیع الله.(۱۳۹۹ه ش)، جنايي ارواپوهنه، اول چاپ سروش کتاب خپرنخی، کابل ـ افغانستان.

2: Cherry K. (June, 22, 2019) The Major Goals of Psychology, Retrieved from: https://www.verywellmind.com/what-are-the-four-major...

3: Khan N. (27, Feb, 2019) The four goals of Psychology, Retrieved from: https://www.betterhelp.com/.../the-four-goals-of.../

موضوع: ارواپوهنه او د ارواپوهني موخي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24