2021-03-17

عمومي رئیس د پوهنتون د ادارو او ټولګیو څخه نظارت ترسره کړ!

یاده لیدنه نن سه شنبه د کب یا حوت میاشتي پر ۲۵ نېټه ترسره سول؛ ښاغلي دوکتور صافي د ټولو ادارو له مسؤلینو څخه د کړنو طرزالعمل وپوښتى او د چارو د لا چټکتیا په موخه يې تاکيد وکړ.

همدا راز ښاغلي دوکتور صافي د پوهنځيو د مسٶلينو او اداري مامورینو څخه هیله وکړل، چي کارونه لا ښه منظم کړي تر څو په یادو برخو کي تر دې هم چټکتیا رامنځته سوې وي.

د ادارتو د نظارت تر څنګ ښاغلي دوکتور صافي د محصلینو د ټولګیو څخه لیدنه وکړل د نظارت پر مهال يې مسؤلو اشخاصو ته یو لړ لاښوني وکړې تر څو د ټولګیو هر ډول ستونزي پر وخت حل سوي وي.

د یادوني وړ ده، چي د اونیزي جلسې تر څنګ ښاغلي دوکتور صافی د اونۍ په ځینو ورځو کي هم د کارونو د لا ښه همږغي کولو لپاره د ادارو او ټولګیو څخه د نږدې لیدنه تر سره کوي.

عمومي رئیس د پوهنتون د ادارو او ټولګیو څخه نظارت ترسره کړ!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21