2021-09-15

موضوع: د ښــه ژونــــد رازونـــه

ليکنه: شاهد الرحمن

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

( د محصلينو د مقالو برخه)

موږ ټول د ښه ژوند غوښتونکي یو،

ځکه چي په ښه ژوند تیرولو سره خوښي منځ ته راځي، دلته به د ښه ژوند رازونه درسره شریک کړو.

۱: پر تقدیر ایمان: یو د خوښیو له رازونو څخه پر تقدیر ایمان درلودل دي، پر تقدیر ایمان مو عقیده پخوي.

کله چې تاسې ته کوم مصیبت/غم در پیښ سي نو دا ستاسو تقدیر کې مخکې له مخکې لیکل سوي.

نو باید د غم/مصیبت راتګ د الله له لوري وبولو،

که تاسي داسې وکړئ نو هیڅ غم/مصیبت به مو پریشانه نه کړي.

۲: صبر کول: صبر کول مېوی ته خوږ والی وربخښې مانا دا چې پر مصیبتونو صبر د برې لاره ده.

ځکه که صبر ښه نه وای نو الله ﷻ به بار بار قران کریم کې ورته اشاره نه کوله. الله قران کې فرمایلي:إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ. [سورة البقره ...۱۵۳]

ژباړه: الله د صبر لرونكو ملګرى دى.

نو دلته که پر دې آیت غور وشي،

د صابرینو سره الله ﷻ ملګرتیا کوي نو دا څومره اطمنان بخښونکي او ښه خبره ده.

۳: قناعت: قناعت یو له هغه څه څخه دی چې که یې څوک ولري نو په ډېر کم امکاناتو ځان تر ټولې نړۍ غوره بولي.

حقیقت هم هم دا دی، ځکه حقیقي شتمنې په قناعت کې نغښتې ده.

اللهﷻ فرمایلي:وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوٓا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ. پر الله ډاډه اوسئ كه تاسي مؤمنان یاست.

[سورة المائده:۲۳]

نو څه چې الله درکړي په هغه ډاډه اوسئ،

ځکه ستاسې د رزق ضمه د الله پر غاړه ده.

موضوع: د ښــه ژونــــد رازونـــه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24