2021-09-19

موضوع: راسئ چي د وطن دوستۍ روحیه ژوندۍ کړو!

ليکنه: مسعود احمد (يارمل)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

په انساني ټولنه کي د انسانانو هویت د وطن په شتون کي معلومیږي، وطن د مور حیثیت لري، څوک چي د وطن سره مینه ولري هغه د وطن اصلي خادمان دي.

افغانستان چي زموږ د ټولو ګډ کور دي، نو د ابادۍ لپاره یې موږ مکلف سوي یو او باید په پوره تدبیر سره یې خدمت وکړو هيڅ وخت د هیواد پرېښودو ته زړه ښه نه کړو.

افغانستان که نه وي موږ نه یو او د هر افغان عزت د وطن عزت دی.

زموږ په ټولنه کي اوس تر هر څه وړاندي د وطن دوستۍ د روحیې را ژوندي کولو ته ډېره اړتیا سته او په دا برخه کي فرد فرد باید عامه ذهنیت جوړ کړي خلګ وهڅوي چي د وطن سره وفادري او مینه ثابته کړي.

که دا هیواد نه وي موږ نه یو او که افغانستان وي موږ يو.

راځئ د وطن دوستۍ روحیه قوي کړو او ټول افغانان وطن دوستۍ ته وهڅوو.

موضوع: راسئ چي د وطن دوستۍ روحیه ژوندۍ کړو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24