2021-03-16

د ښاغلي ذبیح الله زاهد په مشري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی علمي شورا ترسره سول

نن سه شنبه د کب میاشتي پر ٢٦ نېټه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی علمي شورا ترسره سول، چي پکښي د پوهنځی مرستیال ښاغلي میراحمد رحلت، د ډیپارټمنټونو آمرانو او استادانو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي ښاغلي استاد زاهد د تیري علمي شورا کلیدي ټکو ته کتنه وکړل.

د اجنډا په مسایلو کي د حضوري زده کړو د روان بهیر په اړه بحث ترسره سو، چي د نورو پوهنځیو په شمول د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی تدریسي بهیر ښه روان دی؛ ښاغلي زاهد وویل استادان باید نوري هم خپلي هڅي ګړندۍ کړي.

د پوهنځی پر اصلي کمېټو او پر پلانونو خبري وسوې او د فعالیتونو د تر سره کولو لپاره طرزالعمل نهایي سو.

د جلسې ګډون والو هم خپل نظرونه حاضرینو ته واورول.

هیره دي نه وي، چي د قرنطین په دوره کي هم د پوهنځیو علمي شوراګاني د استادانو سره ترسره سوي دي.

د ښاغلي ذبیح الله زاهد په مشري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی علمي شورا ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23