2021-03-17

د اقتصاد او حقوق پوهنځی د استادانو سره غونډه ترسره سول

یاده غونډه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول چي پکښي د یادو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو هم ګډون درلود دی.

د غونډي په لومړۍ کي عمومي رئیس ښاغلي دوکتور صافي د استادانو د هڅو او کوښښونو څخه مننه وکړل.

وروسته داجنډا سره سم استادانو خپلي ستونزي شريکي کړې چي د ښاغلي دوکتور صافي لخوا يې د حل په موخه پوره ډاډ ورکول سو.

همدا رنګه ښاغلي صافي وویل چي موږ باید د تدریسي بهیر تر څنګ د محصلینو پر ظرفیت لوړونه لا هم نور کار وکړو تر څو د محصلینو ستونزي په یاده برخه کي حل سوي وي.

د غونډي په ورستۍ برخه کي د استادانو د تدریس اړوند یو لړ لارښووني وسوې تر څو لا هم په دې برخه کي ښه توب رامنځته سوي وي.

د یادوني وړ ده چي د عمومي رئیس دوکتور صافی وخت نا وخت د چارو د همږغۍ په موخه د استادانو سره غونډي ترسره کوي.

د اقتصاد او حقوق پوهنځی د استادانو سره غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21