2021-09-30

موضوع: Malaria

لیکنه: ډاکټر عنایت الله محمدي

دنده: د معالجوي طب پوهنځی استاد

د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسه

( د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د سرو کروياتو يو پروتوزوايي انتان څخه عبارت دی چې د ملوث مونث انافيل غوماشې د چيچلو څخه وروسته د ميزبان بدن ته د ننه کیږي. په کال کی ۵۱۵ ميليونه نوی کيسونه په ټول نړۍ کې لري چې ۳/۲ کيسونه يی په آفريقايي هيوادونو کې وجود لري. ملاريا امکان لري د Hemoglobinuria اود کونين د درملنې په پایله کې د ادرار د رنګ د توروالي سبب شی چې له همدې امله د Black water fever په نامه هم یادیږي. ملاريا همدارنګه د Tertian fever او Qurtan fever په نامه هم یادیږي.

Etiology :

ملاريا د يو داخل الحجروی پروتوزوا، چې جينس يی پلازموديم دی په واسطه منځ ته راځي چې لاندې ډولونه لري :

1. P. vivax

2. P. ovale

3. P. malariae

4. P. knowlesi

5. P. Flaciparm

Epidemiology

په کال کی د کابو دوه سوه نهه ویشت میلیونه خلک په دې ناروغۍ اخته کیږي او شاو خوا څلور سوه زره ناروغان ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، زياتره په Tropics هيوادونو، ګرم او پسرلي په موسم کی منځ ته راځي او هغه اشخاص چې معافيت يی کښته وي او ماشومان مصاب کوي.د نوموړې ناروغی Reservoir د منتن شخص څخه عبارت دی او د انتقال طريقې يی په لاندې ډول دي:

1. د منتن مونث انافيل غوماشې د چيچلو څخه وروسته

2. د مور څخه و ماشوم ته د امیدواری په دوران کی

3. Organ transplantation

4. د وینې انتقال يا Blood transfusion په واسطه

په افغانستان کی ۹۵٪ P. Vivax او ۵٪ د P. Falciparum د ملاريا د ناروغی سبب کیږي.

د ملاريا د بیلابیلو ډولونو توپیر په لاندې جدول کی لیدل کیږي.

Cycle /feature P.vivax,P.ovale P.malariae P.falciparum

د تفريخ دوره 8-25 days 15-30 days 8-25 days

د غير جنسي تکثر وخت 48 hrs /synchronous 72 hrs/synchronous <48 hrs asynchronous

د تبې دوام Tertian(دری ورځ) Quartan(څلور ورځې) غير منظم

Exoerythrocytic cycle Hypnozoites Pre-erythrocytic only Pre-erythrocytic only

Relapse Common up to 2 years Many years ago Up to 1 year

Pathogenesis

د ملاريا جنسی سايکل په غوماښه کی ترسره کیږي چې د Sporogony او غير جنسی سايکل يی د انسان په بدن کی ترسره کیږي چې د Schizogony په نامه یادیږي. د مونث منتن انافيل غوماشې د چيچلو څخه وروسته Sporozoits د انسان بدن ته د ننه کیږي او د نيم ساعت دوران څخه وروسته کبدي حجراتو ته د ننه کیږي او د کبدي حجراتو په داخل کی تکثر کوي او schizonts جوړوي. د Schizonts د Rupture څخه وروسته د کبدي حجراتو څخه په زياته اندازه Merozoites وځي، دغه پړاو چې په کبدي حجراتو کی ترسره کیږي د Pre - erythrocytic Phase په نامه یادیږي. Merozoites وروسته د وینې سره حجراتو ته د ننه کیږي او په نوموړې حجراتو کی تکثر کوي او Schizonts جوړوي. د Schizonts د Rupture څخه وروسته د سرو حجراتو څخه په زياته اندازه Cytokines Merozoites, او Nitric Oxide وځي چې د سړې تبې سبب کیږي. Merozoites نوې سره حجراتو ته د ننه کیږي‌، د غه پړاو د Erythrocytic Phase په نامه یادیږي او د څو ساعته Erythrocytic Phase د ترسره کيدو څخه وروسته د ملاريا مونث او مذکر ګاميتونو جوړيږي چې دغه پړاو د Gametogony په نامه یادیږي. د ملاريا مونث او مذکر ګاميتونو د مونث انافيل غوماشې د چيچلو څخه وروسته انافيل غوماشې ته د ننه کیږي چې په نتيجه کی مونث او مذکر ګاميتونو د غوماشې په بدن کی سره يوځای کیږي او زايګوت جوړوي او وروسته Ookinete, Oocyst او Sporozoits جوريږي چې د انافيل Salivary Glands ته انتقاليږي. يو شمیر د ملاريا پارازيتونه په مخفی شکل په کبد کی پاته کیږي چې Hypnozoites په نامه سره یادیږي او دغه پړاو د Persistent Tissue Phase (Exoerythrocytic Phase) په نامه یادیږي چې وروسته د ناروغی د relapse سبب کیږي او Hypnozoites شکل په P.vivax,P.ovale کی وجود لري. په Plasmodium Falciparum او P.malaria په RBC داخل کی په مخفی شکل پاته کیږي او وروسته د ناروغی د Relapse سبب کیږي.

P. vivax and P. Ovale زياتره پر Reticulocytes حمله کوي، P. Malaria زياتره پر Normoblasts حمله کوي، P. vivax هغه RBC ته داخليږی چې Duffy blood group لري. P. Falciparum د شديد Hemolysis سبب کیږي او نشی کولای چې هغه RBC ته چې Hemoglobin F, C or especially S ولري، د ننه شی.

په P. Falciparum کی هفه RBC چې د ملاريا تروفوزيت شکل لري د پښتورګی، دماغ، کبد، کولمی او سږی د post-capillary venules د endothelium سره نښلي او وروسته د Schizonts د رپچر څخه د toxic موادو د آزاديدو او زياتو تخريباتو سبب کیږي .

Schizont د Sequestrins په نامه يو پروتين په خپله سطحه لري چې د هغه په مرسته د رګ د ديوال سره نښلي.

Plasmodium هیمو ګلوبین په ميتابوليزم رسوي او رنګه ماده Hemozoin په نامه جوړوي چې زهري خاصيت لري. د پلازموديم په واسطه د سرو کروياتو د ګلوکوز مصرف ۷۰ چنده زياتوي او له همدې امله د Hypoglycemia او Lactic acidosis سبب کیږي.

کلينيکي لوحه:

په عمومي ډول لاندې پړاونه لري:

1. Cold stage

2. Hot stage

3. Sweating stage

4. د دوو حملو ترمنځ ستړیا

په P. Falciparum کی لاندې نښې او نښانې شتون لري:

1. ستړیا

2. د سر خوږ

3. استفراغات

4. توخی

5. Mild diarrhea

6. غير منظم تبه

7. Jaundice

8. Hepatosplenomegaly یا د کبد او طحال لویدل

9. کمخونی

10. Thrombocytopenia

11. په دماغی ملاريا کی کوما او کانفيوژن

په P. Vivax and P. oval کی لاندې نښې او نښانې شتون لري:

1. دوامداره تبه

2. Tertian fever يا هغه تبه چې په هر دريمه ورځ کې منځ ته راځي.

3. لرزه

4. hepatosplenomegaly

5. کمخوني

په P. Malaria کی لاندې نښې او نښانې شتون لري:

1. خفيف اعراض

2. Quartan fever يا هغه تبه چې په هر څلورمه ورځ کی منځ ته راځي.

3. Glomerulonephritis

موضوع: Malaria



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24