2021-09-30

استاد محمد معصوم هوتک

زموږ د هيواد علمي شخصيتونه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د پښتو ژبي نوموتی ليكوال، شاعر او محقق استاد هوتک چي د پښتو ژبي په برخه کي يې زیات شمېر کتابونه لیکلي او لا يې هم د لیکوالۍ چاري جریان لري.

ښاغلی استاد هوتک په خپل قلم لیکي:

په ١٣٤٦ ش کال د کندهار له ميرويس ليسې څخه فارغ سوی يم او لومـړي مي د کابل پوهنتـون د حقـوقـو په پوهنځـي کي درس پيل کړ، بيا د کابل پوليتخنيک و ساختماني څانګـي ته تبديل سوم، د دغه پوهنځـي په دوهم ټولګـي کي ناروغ سوم.

دوه کاله وروستـه د کنــدهار عالـي دارالمـعليــن ته شامل او د ساينس له څانګي څخه فارغ او د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځـي دريـم ټولګـي ته مي د شامليـدو چانس واخيست. خـو کورني مشکلاتـو پرېنښودم چي تحصيل ته ادامه ورکړم.

په ١٣٥٣ش کال د کنـدهار په مشـرقي ليسه کـي د ښوونکـي په توګـه مقـرر سـوم. په ١٣٥٨ش کال د کابل انصاري ليسې ته تبديل سوم او تر ١٣٦٠ش کال پـوري مـي هـورې د تدريس وظيفه سرته رسـوله او پـر څنګ مـي د اطلاعاتو او کلتـور رياست د باختر آژانس په پښتـو څانګه کـي د بالمقطع اجير په توګه کار کاوه چي وروسته (١٣٦٦ش) مي په دغه څانګه کي د رسمي غړي په توګه کار پيل کـړ. په باختر آژانس کي مي د کار په جريان کي د ارواښاد پـوهـانـد عـلامـه رشــاد پـه لارښوونه د سهار له خوا د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی تعقيباوه او د ماپښين له خوا مي په اژانس کي کار کاوه.

په ١٣٦٦ ش کال د کابل پوهنتــون د ژبــو او ادبياتـو پوهنځــي له پښتـو څانګي څخه فارغ سوم . د پوهنتون د علمي شورا د فيصلې له مخـي په علمـي کدر کـي شامل او د ادبياتو پوهنځي ته د استاد په توګه معرفي سوم خو د وخت واکمنو راته بيوروکراتيک مشـکـلات پېښ کړل او د تقـرر مخه يې ونيوله.

په ماموريت کي تر څلرمي رتبې ورسېدم. پښتـو شعر مي لومړی وار په ١٣٤٤ش کال په طلوع افغان اخبار کي خپور سوی دئ خو منظم مي تعقيب کړی نه دئ او کله کله خو داسي هم پېښه سوې ده چي څو کاله مي يو فرد تر خولې نه دئ وتلئ.

په ١٣٦٨ ش = ١٩٨٩ع کال له هيـواده مهاجـر او له ۱۳۷۱ش = ١٩٩٢ع کال راهيســي په ټورنټـو - کاناډا کي لـه خپلي کـورنۍ سـره اوسم.

دوه زامن (ذکي او اتل) او دوې لوڼي (کوچۍ او تنکۍ) لرم.

يادونه استاد هوتک د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې د مياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى.

د استاد هوتک چاپ سوي آثار:

۱- سرمني اوښکي - شعري مجموعه - ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ع - کراچي

۲- پاشلي ويناوي - د مولوي صالح محمد هوتک - سريزه اوحاشيې - ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ع - کراچي

۳- د ميرزاحنان بارکزي دېوان - سريزه - سمون اولغتنامه اوخطاطي - ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ع - کراچي

۴- پوخ کاڼی - پټه خزانه يوواقعيت دئ - ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ع - ټورنټو

۵- احمدشاهي کندهار - لومړی چاپ - ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ع - ټورنټو

۶- ميرزا عبدالودود هوتک - ١٣٧٧ ل = ١٩٩٨ ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۷- پښتني قبيلې اوروايتي شجرې - ١٣٧٩ ش = ٢٠٠٠ ع - دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

۸- ښکاراوکندهار - ١٣٨٢ ل = ٢٠٠٣ ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۹- درنه کورنۍ - دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ - ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٣ ع - دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز - کابل

۱۰- افغانستان - لـه (ایرین بینټنگ) کاناډايي مېـرمنـي سـره د (افغــانستــان) نـومـي کتاب په لیکلو کي مـرستـه او همکاري، (کیبټري پبلیشنگ کو)، کاناډا، ۲۰۰۳ع . دا کتاب په دریـو برخـو (کلچـر، لینــډ، پیپل) کي خپـور سـو، خـو پر مطالبو باندي یې پـه ملگرو ملتو کي د افغانستان د هماغـه وخت استازي مشورور تر دې اندازې پوري سیوری واچاوه، چي لوی احمد شاه بابا عکس لا هم پکښي چاپ نه سو او کتاب زما (هوتک) د مشورو او لارښوونو پر خلاف چاپ سو

۱۱- د پولادي اميرترسيوري ﻻندي - دفرانک مارتين ليکنه - پښتوژباړه - ١٣٨٣ ل = ۲۰۰۳ع - دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

۱۲- د دوست محمدخټک بحرالعلوم - ددوست محمدخټک - لومړی ټوک - سريزه - سمون اوحواشي - ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٤ ع - صحاف نشراتي مؤسسه

۱۳- روڼي شپې - شعري مجموعه – ۱۳۸۴ل = ۲۰۰۵ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۱۴- سل بگړۍ یو پوړنی - د هوتکو ملي، روحاني، علمي ادبي او ټولنیزي څېرې – ۱۳۸۴ل = ۲۰۰۵ع - دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

د ارواښاد عبدالروف بېنوا میرویس نیکه - سریزه، تحشیه او له سره کتنه – ۱۳۸۴ل = ۲۰۰۵ع - دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

۱۵- احمد شاهي کندهار - دوهم ټوک - ۱۳۸۴ل = ۲۰۰۵ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۱۶- شين سترگي مستخدمين په افغانستان کي - څوقسطه په ګوربت مجله کي - په کتابي بڼه ۱۳۸۵ل = ۲۰۰۶ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۱۷- د سید جمال الدین افغان تتمة البیان فی تاریخ افغان- د پښتـــو ژباړي (د محمــد رفیـق حبیبــي په قلـم) - ترتیب، سمون او لمنلیکونه - ۱۳۸۵ل = ۲۰۰۶ع، ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

۱۸- پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه - ۱۳۸۵ل = ۲۰۰۶ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۱۹- د علامه رشاد د کندهار یاداښتونه (دوه ټوکه) – ترتیب، سمون او لمنلیکونه – ۱۳۸۶ل = ۲۰۰۷ع - دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه - جرمني

۲۰- کندهاري وړونه (کندهاري سرداران)، ۱۳۸۷ل = ۲۰۰۸ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۲۱- پښتو! ستا میني بوداپیست ته بوتلم - ۱۳۸۷ل = ۲۰۰۸ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۲۲- احمدشاهي شهنامه - د متن سمونه، سریزه او لمنلیکونه – پېژندنه او تعلیقات د علامه رشاد - ۱۳۸۷ل = ۲۰۰۸ع - علامه رشاد اکاډیمي - کندهار

۲۳- د شمس الدین کاکړ دېوان - سریزه او لغتنامه، ۱۳۷۷ل = ۲۰۰۹ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۲۴- د میرزا حنان بارکزي دېوان - بشپړ کلام - سریزه، سمون او لغتنامه - ۱۳۸۸ل = ۲۰۰۹ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۲۵- د لوی احمدشاه بابا دېوان (مشهور په دېوان هرا)، ترتیب او مقابله - ۱۳۸۸ل = ۲۰۰۹ع - صحاف نشراتي مؤسسه - کویټه

۲۶- ادیب شیخ - ۱۳۸۸ل = ۲۰۰۹ع - د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست

کچکول - د مقالو لومړۍ برخه - ۱۳۸۹ل = ۲۰۱۰ع - د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست

۲۷- کچکول - د مقالو دوهمه برخه - ۱۳۸۹ل = ۲۰۱۰ع - د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست

۲۸- له کندهاره تر اټکه - ۱۳۸۹ل = ۲۰۱۰ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۲۹- د مخلص کندهاري د کلام لغوي زېرمه

۳۰- د علامه رشاد جغرافیایي یاداښتونه - سریزه، ترتیب او کمپوز - ۱۳۸۹ل = ۲۰۱۰ع - د علامه رشاد اکاډیمي

۳۱- پښتو متون سمېدل غواړي - لومړی ټوک - ۱۳۹۱ل = ۲۰۱۲ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۳۲- د ملا امیر دېوان - سريزه ، ترتيب تحشيه - دکندهارمجلې ضميمه چاپ - ۱۳۹۱ل = ۲۰۱۲ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۳۳- د ناوې دانشور، د کندهار منور، د زنگاوات مخور - ۱۳۹۱ل = ۲۰۱۲ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۳۴- تعمیې او تاریخي مادې په پښتو ادب کي - څېړنه - ۱۳۹۱ش = ۲۰۱۲ع - علامه رشاد خپرندویه ټولنه - کندهار

۳۵- الف ليله و ليله (زر او یوه شپه) - د عربي فوکلوري نکلونو پښتو ترجمه

یوه څلویښتۍ په وطن کي - یونلیک - ۲۰۱۲- چاپ - طلوع افغان - کندهار

۳۶- ساندي - د مرثیو مجموعه - ۲۰۱۴

۳۷- د ادم خېشکي دېوان - ترتیب، سریزه او لغتنامه - ۲۰۱۴

۳۸- د عبدالرحیم هوتک دېوان - ترتیب، سریزه او لغتنامه - ۲۰۱۴

۳۹- معرفة الافغاني - د پیر محمد کاکړ ترتیب، تدوینو سریزه، او لغتنامه

۴۰- د خوشحال خان خټک په دستارنامه کي فارسي کلام د چا دی

=================================

د استاد هوتک ناچاپه اثار:

۱- سل بگړۍ یو پوړنی - د هوتکونوميالي - دوهمه برخه

۲- د بې ادبه ادب څېړنه

۳- پرتليزه کالینداره - دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه

۴- د غره او د وره - ژوند پېښي

۵- کچکول - دمقالومجموعه -۷ټوکه

۶- د افغانستان انتالوجي - ( دافغانستان د پښتنـو، تاجکـو، ازبکـو، ترکمنـو او ۷- بلـوڅـو شاعـرانـو تذکره). ١٠٠٠ مخه ټايپ سوې نسخـه يې د بيهقــي کتاب چاپولو په مؤسسه کي خوندي وه. اوس يې حال نلرم

۸- پښتو متون سمېدل غواړي - دوهم ټوک - مسوده

۹- د علامه رشاد ادبي قاموس - لومړی ټوک - ترتیب او سریزه

عمر جان صاحبزاده

۱۰- د لویدیځي لهجې لغتونه

۱۱- په لاس کښلي - په کندهار کي د خطي نسخو ځیني مرکزونه او کلکسیونونه

د استاد هوتک رسمي ویبپاڼه:www.hotakonline.com

استاد محمد معصوم هوتک



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24