2021-03-17

د نظم و ډسپلین لارښود او شکایتونو ته د رسیدګۍ د طرز العمل په اړ سیمنار وړاندي سو

یاد سیمنار نن چهارشنبه د حوت میاشتي پر اوه ویشتمه نېټه د PDC مرکز له خوا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ذبیح الله زاهد په توسط وړاندي سو، چي د ټولو ادارو مسؤلینو او مامورینو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي ښاغلي زاهد د ډسپلین پر محتویاتو خبري وکړې؛ د هغه په برخه چي په ټولو تعلیمي او تحصيلي نهادونو کي د ډسپلین لارښود او تطبیق خورا مهم دی.

په سیمنار کي شکایتونو ته د رسیدګۍ په طرز العمل باندي رڼا واچول سول او ګډون والو ته بشپړه اګاهي ورکول سول.

په غونډه کي ګډون کوونکو هم خپلي پوښتني د سیمنار د وړاندي کوونکي ښاغلي استاد زاهد څخه وسولې.

د یادوني وړ ده، چي د مسلکي او پرمختیایي مرکز (PDC) د ١٣٩٩ کلني پلان له مخي یاد سمینار دایر سو.

د نظم و ډسپلین لارښود او شکایتونو ته د رسیدګۍ د طرز العمل په اړ سیمنار وړاندي سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21