2021-09-30

موضوع: په ژوند کي اقدام د برياليتوب کيلي ده!

لیکنه: محب الله هوتـک

دنده: د پوهنتون د نشراتو آمريت آمر

د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسه

( د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

په ټولنه کي مو زیات ځوانان لوی لوی امیدونه او هیلي لري خو متاسفانه چي د هدف ترلاسه کولو پر ځای بیا هم د مایوسۍ احساس کوي ځکه دوی خپلي هيلي همداسي خيالي پريښي دي، د عمل په جامه کي يې تلاښ او هڅه نه ده کړې، که موږ فکر وکړو نو معلومه به سي چي په ژوند کي عمل او اقدام د بریالیتوب کيلي ده.

خپلو هیلو ته رسېدل کوم نابغه توب نه غواړي، بلکي یوازي یو څه زحمت او د یو څو ساده کارونو ترسره کول غواړي، تر څو هيله په عمل ثابته کړو.

په ژوند کي هدف ټاکل تر ټولو اړین دی، تر څو موږ د ټاکل سوي اهدافو لپاره کوښښ او هڅه وکړو او هیڅکله ژوند بې هدف تیر نه کړو.

نو که غواړو چي په ژوند کي بریالي و اوسو، باید ارادې قوي وساتو، تل پر ځان باوري واوسو او خپل هوډ کلک وساتو، کوم څه چي تیر سوي دي، د هغه په اړه فکر ونه کړو ، تیر هیر کړو او د نوي ژوند په اړه سمدلاسه اقدام وکړو.

کله چي مو په ژوند کي هدف وټاکئ نو د یاد هدف د ترلاسه کولو په موخه به هغه هیله او امید چي د ځان سره يې لرو، د عمل جامه به ورته اغوندو،

که چیري موږ د زده کړو په برخه کي هدف ټاکلی وي، چي د دوکتورا تر کچي به زده کړي کوم، نو همدې هدف ته د رسېدو لپاره به موږ قدم پر قدم مخته ځو، مثلا د ښوونځی څخه به يې پيل، بیا لیسانس، ماسټري او وروسته به یې د دوکتورا تر کچي رسوو. البته د داسي لویو هدفونو د ټاکلو ترڅنګ موږ باید همدې هدفونو ته د ځان رسولو کوچنۍ موخي هم وټاکو، تر څو پر وخت مو ځان دا لوی هدف ته د کوچنیو موخو په مرسته رسولی وي.

زموږ په ټولنه کي تر ټولو زیان رسوونکې جمله همدا ده، چي کله یو کړنه راڅخه پاته وي د دې پر ځای چي ترسره يې کړو نو په دا جمله ځان خطاباسو چي ځه بیا به يې سبا وکړې، ځوانانو سبا نه تکراریږي او همدا نن یې د ترسره کولو ورځ ده، نو هغه کړنه باید نن وکړو چي سبا ورته لاسرسی نه کیږي او یا هم راڅخه پاتیږي.

که چيري موږ د ځان لپاره یو غوره او دفتري کار خوښو نو د دې لپاره چي کوم مسلک او زده کړو ته اړتیا ده، لومړی به هغه تعقیب او ورسته به عملي کوو،

زیات ځوانان د ښې دندي، لوی معاش، لوکس موبایل او داسي نورو ښو مادیاتو علاقمند وي خو متاسفانه چي وړتیا يې دا هیڅ نه څرګندوي چي یاد ځوانان دي د داسي هوایشاتو څخه برخمنه دنده پيدا کړي، چي دا زموږ د ټولني یو غلط دود ګرځيدلی دی، دنده د وړتیا پر اساس ده هیڅکله به موږ د دندي د ترسره کولو لپاره لومړی شرط مادیات نه نیسو ځکه که چیري همداسي روان و اوسو نو ژوند به مو په بې روزګارۍ کي سبا سي.

زیات وخت موږ د هدف ترلاسه کولو لپاره د ستونزو سره مخ کیږو

په هیڅ صورت به له ستونزو نه بېریږو، قلفونه چي جوړيږي نو کیلۍ يې هم ورسره جوړیږي، يعني همدې ته ورته خدای پاک څوک په داسي مشکلاتو کي هیڅکله نه اچوي چي حل لاره ونه لري؛ فقط چي یو څه صبر ته اړتیا وي تر څو حل لاره یې پیدا کړو.

موضوع: په ژوند کي اقدام د برياليتوب کيلي ده!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24