2021-09-30

موضوع: د یو پرمختللي ټولني د پرمختګ لوی راز

د کار اهلي کار ته سپارلو په اصل کي دئ!

ليکنه: اصيل زارع

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

( د محصلينو د مقالو برخه)

د یو پرمختللي ټولني د پرمختګ لوی راز

د کار اهلي کار ته سپارلو په اصل کي دئ.

که دا اصل له منځه ولاړسي د تخصص معیار ته شا وګرځي او د میلاد مخکي دورو دودونه او رواجونو ته چي یوه شخص به په همزمانه توګه اقتصادي، اخلاقي، فلسفي، طبي، نجوم پیژندني، ارواپوهني، ټولنپوهني، او دینپوهني او داسي نورو علومو په برخه کي پوهه درلودل، پام واړول سي؛ نو د ټولني علمي پرمختګ به د زوال سره مخ او د نوښتونو څرک به محوه کړل سي.

که چیري د ډاکټر تشه په نرس، د انجينر تشه په بنا ډکه سي، نجار اهنګرۍ ته او اهنګر نجارۍ ته ودریږي، زما په خیال دا به د علومو او فنونو جنازې وي، چي موږ ئې خپله په لوی لاس پورته کوو!

که د ۱۹ پیړۍ د ټکنالوژي تاریخ ته وکتل سي. صنعت، ټکنالوژي او د بشر ژوند چي کوم پرمختګونو په دې وروستيو پیړیو کي وکړل، د نورو لاملونو تر څنګ ئې یو عمده لامل همدا وو، چي یو شخص به په يوې رشتې کي د تخصص تر کچي زده کړي وکړې، او د متخصص مقام ته به يې ځان هسک کئ.

په دې پیړیو کي نه د معمارۍ انجينر د کمپیوټر د انجينر، نه بنا د معماري انجينر، نه نرس د ډاکتر، نه دین پوه د ارواپوه، نه سیاستپوه د اقتصاد پوه تشه ډکول، هر چا په خپل مسلک پسې څراغ راخیستی وو، تر دې چي ځینو ئې ځان په خپل مسلک خلکو ته وپېژنده.

د دوی کامیابي د انساني ژوند د بقا او د ټکنالوژي د ودي یو عمده راز په همدې کي وو، چي په دې پیړۍ کي رشتې طبقه بندي سوي وې، خلکو ځانونه د اړوند مسلک متخصصان جوړکړل او وروسته به د تخصص مطابق یو چاته مسؤلیت ور سپارل کېدئ.

کار اهل کار ته سپارل د ټولني د رشد او پرمختګ باعث جوړیږي او په هغې ټولنه کي د نوښتونو او تخليقونو ځولۍ غوړيږي.

موضوع: د یو پرمختللي ټولني د پرمختګ لوی راز



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24