2021-09-30

د مديريت د 14 گونو اصولو اړوند سیمنار وړاندي سو!

نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر اتمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلینو ته د نشراتو آمریت او پوهنځی په ګډه همکاري د مديريت 14 گوني اصولو اړوند یو ورځنی سیمنار ترسره سو.

یاد سیمنار چي د ښاغلي استاد پوهنیار عبدالصمد بريالی لخوا وړاندي سو

پکښي لومړی د مديريت د 14 ګوني اصول په بشپړه توګه تشريح سول وروسته تر هغه ګډنوالو د یادي موضوع اړوند خپلي پوښتني وکړې چي د استاد لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ذبیح الله الهام د استاد بریالي یاده کړنه وستایل او د نورو استادانو څخه يې هم په خپلو برخو کي د داسي مهمو سیمنارونو وړاندي کولو غوښتنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت محصلینو ته د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سیمنارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د مديريت د 14 گونو اصولو اړوند سیمنار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24