2021-10-02

موضوع: ښه ویاند باید کومي ځانګړني ولري؟

ليکنه: سید جمشید ځواب

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

( د محصلينو د مقالو برخه)

ویاند د ټولني هغه شخص دئ چه تر نورو اشخاصو خاص او وړ شخص وي او په ټولنه کې یي فعالیعت ډیر اړین او مهم دئ ویاند باید په ټولنه کې د ښي مفکوري د خپرولو هڅه وکړي او د ټولني په هره برخه ځان اګاه کړي پدي لیکنه کې به د ښه ویاند څو ځانګړني په لنډ ډول ذکر کړم:

1: ویاند باید خپله څیره ( ظاهري شخصیت) ښکلی او جذاب جوړ کړي، او تر څنګ یي باید ښکلی ږغ هم وي.

2: ویاند باید د خپل ټولني په هره برخه ځان اګاه کړي، لکه تعلیمي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نور...

3: ښه ویاند هغه دئ چه تل حقیقت ویوونکی وي، او له عادي درواغ ویلو څخه هم ډډه وکړي.

4: ویاند باید د ځینو نورو هیوادونو هغه چه په نړیواله سطحه شهرت ولري د هغوئ په دود او فرهنګ باندي هم وپوهیږي.

5: د خپل هیواد د رسمي ژبو د ښه پوهیدو تر څنګ په نړیوالو ژبو هم پوهیږي.

6: ښه ویاند تل ازاد او پراخ فکر لري او د نورو مغریضو اشخاصو تر تاثیر لاندي نه وي یعني خپلواک وي.

7: ښه ویاند خپل تلفظ ته ډیره توجه کوي او خپلي خبري تر نورو پوري په ډیر واضع ډول رسوي( فصاحت او بلاغت ) لري.

8: د ښو اخلاقو یو مثال وي او حوصیله لري.

9: د خپل هیواد د بیلابیلو اقوامو د کلتور سره اشنا وي.

10: د خپل هیواد ملي ګټو او ارزښتونو ته پوره درناوی لري.

11: خپل اضافي وخت تل په مطالعه او تمرین سره تیروي.

12: ښه ویاند د نورو اشخاصو تقلید نکوي، بلکي د ویاندویئ له فند او هنر سره یي ځان اشنا کړی وي.

موضوع: ښه ویاند باید کومي ځانګړني ولري؟



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24