2021-10-11

د علمي مقالې ليکني محتوا او چوکاټ اړوند سیمنار وړاندي سو!

پرون يکشنبه د رواني میاشتي پر ۱۱مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلینو ته د نشراتو آمریت او پوهنځی په ګډه همکاري د علمي مقالې ليکني محتوا او چوکاټ اړوند یو ورځنی سیمنار ترسره سو.

یاد سیمنار د څېړني د استاد ښاغلی پوهنمل محب الله ترابي لخوا وړاندي سو، چي پکښي لومړی د علمي مقالې لیکني محتوا او چوکاټ په بشپړه توګه تشريح سول وروسته تر هغه ګډنوالو د یادي موضوع اړوند خپلي پوښتني وکړې چي د استاد لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ذبیح الله الهام د استاد ترابي یاده کړنه وستایل او د نورو استادانو څخه يې هم په خپلو برخو کي د داسي مهمو سیمنارونو وړاندي کولو غوښتنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت محصلینو ته د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سیمنارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د علمي مقالې ليکني محتوا او چوکاټ اړوند سیمنار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24