2021-10-23

د ۲۱مي دورې متفرقه کانکور ازموینه واخيستل سول!

نن پنج شنبه د ميزان میاشتي پر ۲۹مه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۱مي دورې د متفرقه کانکور ازموینه په داسي مهال واخیستل سول چي پکښي علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د کندهار پوهنتون استازی، د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی او محصلینو ګډون کړی و.

د يادي ازمويني په پرانيسته کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، د هغه په قول چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي.

محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد بريالي سمسور وویل نوموړې ازموینه به په بشپړ شفافیت سره واخيستل سي او محصلان به د ازمویني ټولو اصولو ته پابندي کوي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ګډونوالو ته د سوالونو کتابچې

او جواب پاڼي وویشل سوې او ازموینه پيل سول.

د یادوني وړ ده چي د متفرقه کانکور ازمويني پایلي به

ډیر ژر اعلان کړل سي.

د ۲۱مي دورې متفرقه کانکور ازموینه واخيستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24