2021-11-08

موضوع: د رانیولو او خرڅولو آداب

ليکنه او ژباړه: بشيراحمد رسولي

د حقوق او سياسي علومو پوهنځی محصل

(د محصلينو د مقالو برخه)

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د رانیولو او خرڅولو آداب

ژباړه: الله ج رانيول او خرڅول حلال او جائز ګرځولي او سود يې حرام ګرځولی دی، الله پاک رانیول او خرڅول د انسانانو د ضرورت له مخي روا کړي دي، البته د دغه رانیولو او خرڅولو لپاره ځیني آداب سته چي مسلمانان باید هغه مراعت کړي.

د رانیولو او خرڅولو ځیني آداب په لاندي ډول دي:

1. رانیوونکی او خرڅوونکی باید یو د بله سلام سره ووایي. ځکه رسول الله ص فرمايي تاسو بايد يو د بل په وړاندي سلام اداء کړی.

2. مسلمانان باید په رانیولو او خرڅولو کي رښتینې معامله وکړي او د درواغو څخه باید په کلکه ځان وساتي. ځکه رسول الله ص درواغ ويل د منافقان علامه ښودلې ده.

3. د رانیولو او خرڅولو پر مهال د قسم اخیستلو څخه باید ځان وساتي. ځکه رسول الله ص ځ تاسو د الله تعالی نوم د خپلو قسمونو لپاره د ښکار نښه مه ګرځوي.

4. د دوکې او خطا ایستلو څخه باید ډډه وکړي. ځکه رسول الله ص فرمايي يو مومن د بل مومن ورور دی . بايد چم او دوکه ورسره ونه کړي.

5. د سودا ورکولو پر مهال باید عدل او انصاف مراعت کړي په خاص ډول په تول او وزن کي. ځکه په تول او ترازو کي د عدل نه کولو سره الله ج د (ويل) په نامه د دوزخ يوه شېله ټاکلې ده

6. تر اذان وروسته باید سودا پرېښوول سي او د لمانځه لپاره تیاری ونیسي. ځکه لمونځ د الله تعالی هغه عبادت دی چي تر ټولو کارونو حق اولویت لري

7. رانیول او خرڅول باید مسلمان د الله پاک د ذکر او لمانځه څخه مشغوله نه کړي.

8. د سودا کولو پر مهال باید د ځینو خلکو خاص خیال وساتل سي، لکه: ښځه، سپین ږیری، کوچنی او داسي نور. ځکه رسول الله ص فرمايي هغه څوک چي د مشرانو احترام او پر کشرانو شفقت ونه کړي هغه زموږ څخه نه دی.

9. خپل بازارونه او کار ځایونه باید پاک او صاف وساتل سي. ځکه رسول الله ص فرمايي نظافت او پاکوالی د ايمان نښه ده

10. خرڅوونکی باید د خپل سامان عیب پټ نه کړي، بلکي هغه باید و مشتري ته وښيي.

11. خرڅوونکی یا دوکاندار باید په خپل دوکان یا کار ځاي کي د موسیقۍ او داسي نورو عبثو شیانو د ايښوولو څخه ډډه وکړي.

12. خرڅوونکی باید یوازي هغه څه خرڅ کړي چي د ده په ملکیت کي وي او داسي شی باید خرڅ نه کړي چي د ده په ملکیت کي نه وي.

13. په رانیولو او خرڅولو کي باید پر وعدو او عقدو باندي وفا وسي.

14. مسلمان باید په سودا کولو کي د هر حرام او مشکوک کار څخه ځان وساتي.

15. په سودا کي باید پر توکو باندي مناسبه ګټه وسي او د زیاتي ګټي اچولو څخه ځان باید وساتي.

16. د خلکو سره باید د سودا کولو پر مهال د نرمۍ معامله وسي.

17. کوم شیان چي تر تاریخ پوري اړه لري، که چيري د هغو تاریخ تېر سوی وي نو هغه باید خرڅ نه سي؛ ځکه انسان ته تاوان رسوي او انسان ته تاوان رسول جواز نه لري.

18. خرڅوونکی باید د مشتریانو سره ښه اخلاق وکاروي، د بدو الفاظو او بدو اخلاقو څخه باید ځان وساتي.

19. مشتري باید د خرڅوونکي و مخ ته د سامان یا توکي عیب و نه وايي او نه باید پر خرڅوونکي درواغ ووايي.

20.رانیوونکی او خرڅوونکی باید په بازار او کار ځایونو کي د خپلو نظرونو خاص وساتي او نامحرمه ښځو ته و نه ګوري.

21. خرڅوونکی باید په داسي طریقه سره سودا وکړي تر څو د نورو مسلمانانو د تګ او راتګ د خنډ او تکلیف ذریعه و نه ګرځي، لکه خپل سامانونه په لاره کي ایښوول.

22. مشتري باید داسي سودا وکړي چي د سودا کولو له امله مسلمانانو ته تکلیف و نه رسېږي، لکه په لاره کي موټر یا موټرسایکل درول چي لاره بنده وي او دی په سودا مصروفه وي.

23. که چیري د خرڅوونکي سره د مشتري سامان تر رانیولو وروسته پاته سي نو خرڅوونکی باید د هغه ښه حفاظت وکړي او که د مشتري سره تر سودا کولو وروسته چي سامان يې یووړي‎ئ د خرڅوونکي پيسې پاته سي نو مشتري باید هغه پيسې ژر تر ژره و خرڅوونکي ته ورکړي.

موضوع: د رانیولو او خرڅولو آداب



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24