2021-11-13

موضوع: بودجه او په افغانستان کي د هغې د نه مصرف لاملونه (1399-1391)

لیکنه: استاد غلام رباني شهامت

دنده: د اقتصـاد پــوهنځـی اســتاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د څېړني پايله:

یادونه: د نوموړي څېړني بشپړه برخه تاسو کولای سئ

د اقتصاد پوهنځی څخه هم ترلاسه کړئ.

پایله:

څرنګه مو چي ولیدل انکشافی بودجه په پوره ډول په هر کال کي نده مصرف شوی، چي دغه نه مصرف کیدل په مختلفو کلونو کي مختلف شرایط درلودل.

د هغی له جملی څخه تر ټولو د مخه اداری فساد، د ډیزاین د سروی او تدارکاتو د پروسی اوږدوالی، د تطبیق کوونکي ادارو بی کفایتی، د عامه مصارفو کمزوری مدیریت، د انکشافی بودجي د مصرف د ظرفیت نه شتون او د انکشافی پروژو په خپل وخت نه تکمیلولو څخه نومونه اخیستلای شو.

د انکشافي پروژو په خپل وخت نه تطبیق کول به په زراعتی، مالداری او صنعتي محصولاتو کي کموالی راولی او هیواد به د اوس په شان یو متکی اقتصاد هغه هم په وارداتو د خارجی کمکونو له لاری ولری.

خو برعکس د دغه پروژو په تطبیق سره به خلکو ته د خپل ژوند د مختلفو اولیه او ابتدائی خدماتو زمینه مساعده شی، لکه اوبه، برق، سرکونه، پلونه او پلچک، تعلیم او تربیه، معلوماتی او مخابراتی تکنالوژی، صحی خدمات، د استخدام فرصتونه، کوچنی او متوسطی سرمایه ګذاری ته زمینه برابرول، د کلیو- ولسوالیو او ولایتونو ترمنځ د تګ او راتګ په لارو کي سهولتونه رامنځ ته کول او داسی نور. (د اقتصاد وزارت، د انکشافی پروژو د تطبیق ګزارشونه ، (1391- 1395)).

بناءً د ماليي وزارت ته سپارښتنه کيږي چي د شفافی بودجی د تخصیص او تطبیق دپاره پکار ده تر څو نړيوال معیارونه په نظر کي ونیسي. د دغه معیارونو او لارښونو عملي کول به وکولای سي د بودجې په تخصیص او مصرف کي ښه والی راولي. د نړیوالو معیارونو په نظر کی نیول سره به په بودجه کي شفافیت، حسابدهی او عامه مشارکت هم رامنځته کړي.

پر دې سر بیره مربوطه ادارو ته په کار ده چي د بودجی د مصرف او تطبیق د پرمختګ څخه فعاله او دوامداره نظارت وکړي. فعاله او پر وخت نظارت تر زياته بریده د بودجي تطبیق او اجراء د ښه والی پر لور بیايي او د ټاکل سوی اهدافو د لاسته راوړلو لامل کیږي.

اخځلیکونه:

1. احمدي، علي محمد. (1382). مباني واصول بودجه ريزي. چاپ اول، انتشارات نورعلم

2. اداره عالی تفتیش، فصلنامه های تفتیش. سال (1391-۱۳۹۹).

3. ټینګار، سید محمد. (1391). بودجه عامه (تیوری). انتشارات یوسف زاده

4. ټینګار، سید محمد. (1393). سیاست بودجه عامه. انتشارات یوسف زاده

5. حقايقي، عبدالله. (1381). سياست بودجه. کابل

6. د تفتیش د عالی اداری د قطعیی گزارشونه (1391—139۹).

7. د وزارت مالیی د ملی بودجي مسودی (1391—139۹).

8. رحمانی، عبدالطیف. (1393). حقوق مالی و بودجه. انتشارات سعید، چاپخانه سباوون. کابل، افغانستان.

9. سیمینار آموزشی بودجه سازی ولایتی. (1388).

10. شينواري، عبيدالله. (1386). لکچر نوټ پوهنځي اقتصاد. پوهنتون ننګرهار، صنف سوم.

11. شتمنی (د ماليی وزارت اونيزی خپرونه). (1391-139۹).

12. عارف، عبدالقيوم. (1374). بودجه دولتي وتاثيرات ان در انکشاف اقتصادي. مجله عمومي پوهنتون کابل شماره (203).

13. فرزيب، علي رضا. (1377). بودجه ريزي دولتي درايران. چاپ ششم تهران، انتشارات مرکزي.

14. ورکشاب معلوماتی بودجه سازی به اساس برنامه سال 1386 وزارت مالیه.

15. وزارت اقتصاد، ګزارش های چګونګی تطبیق پروژه های انکشافی دولت. سال (1391-139۹).

16. وزارت اقتصاد، فصلنامه های اقتصادی. سال (1391-۱۳۹۹).

17. وزارت مالیه. (1387). شیوه جدید بودجه در افغانستان

18. وزارت ماليه سايت انترنيت www.mof.gov.af/tax

موضوع: بودجه او په افغانستان کي د هغې د نه مصرف  لاملونه (1399-1391)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24