2021-12-11

موضوع: د انسان په وجود کي چاغښت

 

ليکنه: محمدیونس پښتون

د معالجوي طب پوهنځی محصل

(د محصلينو د مقالو برخه)

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

چاغوالی څو اړخیزه مزمنه ناروغي ده چی په هغه کي په زیاته اندزه د وجود شحم جمع شی او صحت ته تاوان رسونکی تمام سي یا په بل عبارت غير مناسب غذايي رژيم چي د فزيکي فعاليت د نشتوالي سره يو ځاي وي دچاغښت يوعام سبب جوړوي.

ډولونه

• Pear Shape: په دي شکل شحم زياتره په Hip او نورو ساحوکي زخيره شوي وي.

• Apple Shape: په دي شکل دچاغښت کي شحميات په بطن کي ذخيره شوي وي چي دانسبتاً د قلبي شریاني ناروغیو لپاره دخطر فکتوردي

څیړني

د ۲۰ پیړی مخکی چاغوالی نادر وه، خو په 1997 کی WHO چاغوالی په باره کی معلومات وړاندی کړل، په ۲۰۰۸ کی د WHO د سرویه په اساس ۵۰۰ میلیونه څه زیات لویان چاغ وه چه په دی کی دښخو تعداد تر نارینه و ډیر وه. دچاغوالی چانسونه د ژوندانه په ۵۰- ۶۰ کلنی کی هم ډیر دی. او داسی اټکل سوی و چی په ۲۰۱۵ کی به تقریبا ۲،۳ بیلیونه خلګ به over weight وی او 700میلیونه به چاغ وی.

دچاغوالی شدیدی پیښی په غربي نړي کی مخ پر ډیریدو دی.

پخوا داسی فکر کیدی چی چاغوالی یواځی په هغه ممالکو کی چی پرمختللی دی موجود دی خو اوس په ټوله نړی کی ددی پیښی مخ پر زیاتیدو دی یعنی هم په هغه ممالکو کی چه پرمختللی دی او هم په هغه ممالکو کی چی د پرمختګ په حال کی دی ، او خصوص دچاغوالی زیاتی پیښی په صحرایی منطقو کی وی.

په ټوله نړی کی هغه سیمه چی چاغوالی عادی نه دی پکی یا ډیر لږ لیدل کیږی هغه افریقا ده

په عامه سلامتیا کي اهمیت

 مړینه

 دوخت مخکي مړیني خطر زیاتوي

 ناروغي

 شکر

 دزړه ناروغي

 دویني لوړ فشار

 ځني سرطانونه

 تنفسي ستونځي

 دمفاصلوالتهاب

 ولادي ستونځي

د خطر فکتورونه

• فعالیت

که چیری یو شخص فزیکي فعالیت نه کوی نو دی چی کومه اندازه کالوری انرژی اخلی هغه په خپله په مصرف نه رسیږی او په همداسی ډول دی دوامداره انرژي اخلی او زخیره کوی یی چی دا خپله یو دخطر فکتور دی

• نامناسب خواړه

غذا په تلوار سره خوړل ، هغه مایعات چښل چی په خپل ځان کی زیات انرژي ولری ا و یاهم هیڅ پرهیز نه کول دغه ټوله د چاغوالی دپیداکیدو یو عامل کیدای سی

۱- کورني ژوند

چاغوالی ډیر داسی وختونه کیدای شی چی په مختلفو کورنیو کی هم منځ ته راسی چی علت یی یواځی جنټک نه دی بلکه علاوه دهغه څه که موږ او تاسی فکر وکړو کورنی اکثره یو ډول غذا خوری دهغو داوسیدلو او فعالیتونو مشابهت . او بل که چیری دمور او پلار څه یو یا دواړه چاغ وی نو دهغو اولادو دچاغوالی چانس سته دی.

۲- حمل

دحمل په دوران کی دښځو وزن دخپل نارمل وزن په نسبت ډیر زیاتیږی ، خو تر ولادت وروسته خنی ښخو ته داډیره سخته وی چی دوی خپل وزن کم کړی چه وروسته داکیدای سی چی په چاغښت باندی بدل سی.

۳- کم خوب کول

د شپی دخوا د خپل خوب سرته نه رسول کولای سی چی زموږپه بدن کی دخنی هورمونو دتغیر سبب وګرځی چی دا بیا په خپل وار سره د اشتها دزیاتوالی سبب کیږی.او عموما داسی غذاوی چی په خپل ترکیب کی کالور او کاربوهایډریټ ولری.

۴- خاص درمل خوړل

ځنی درمل هم کیدلای سی چی دچاغښت سبب وګرځی

anti-depressants , anti-seizure medications, diabetes medications, antipsychotic medications, steroids and beta blockers.

۵- عمر

چاغوالی دعمر په هر وخت کی منځ ته راتلای سی یعنی کوچنیوالی څه بیا تر بډاتوب پوری، بیا هم هغه وختونو کی چه هورمونی تغیرات منځ ته راځی، فزیکی فعالیت زیات نه وی دا ټول دچاغښت سبب کیږی، دعمر په تیریدو سره دعضلاتو طاقت هم کمیږی او همدارنګه انساج هم کمزوری کیږی.

چاغوالی خصوص د ۲۰ ـــ ۵۵ کلنی پوری وی، په اوسنیو څیړنی داښیی چه دعمر په ۳۰ کلنی په شاوخوا کی ډیر خلګ دنارمل وزن څه و چاغوالی ته ځی.

۶- ټولنیز او اقتصادي موضوعات

ځنی ټولنیزی او اقتصادی مشکلات هم کولای سی چی دچاغښت په رامنځ ته کیدوکی رول ولری دمثال په ډول:

لکه دصحیح تمرین ځای نشتون اویا هم د ټرینر نشتون

دصحتمندی غدا په پخولو باندی نه پوهیدل او یا هم دصیح غذ ا درانیولو توان نه درلودل

• روغتیائي ستونځي

. دمفاصلو التهاب: یو دهغو ناروغیو څخه ده چه دوجود فعالیت کموی چه دا بیا ددی سبب کیږی چه دانسان وزن زیات سی.

• جنس

دځين هورموني توپيرونو له کبله ښځينه نسبتاً نارينه ته زيات وچاغښت ته مساعد دي.

• د پوهي کموالي

هغه اشخاص چي تعليم يافته دي زياتره وچاغښت ته مساعد دي ځکه دوي کيداي شي مسترح ژوند ولري:

• مدني حالت

زياتره هغه کسان چي واده لري کيداي سي په چاغښت مبتلا وي.

• الکول

الکول د 7kcal/gr انرژي دتوليد سبب کيږي او نسبتاً پروتينواوکاربو هايدريتو ته دوه چنده کالوري توليدوي اودچاغښت لپاره که چيري په زياته اندازه وکارول شي مساعد فکتور بلل کيږي.

BMI; Body Mass Index:

BMI دوجود شحم اندازه نه راښي لاکن د چاغښت درجه راپه ګوته کوي چي فورمول يي په لاندي ډول دي.

وزن(کیلوګرام)

BMI=-------------------

قد (m2)

نارمل BMI د 18.5-24.9 پوری دی

دچاغښت علتونه:

هرکله چي د غذائي انرژي اخستل نسبت دانرژي مصرف ته زيات شي نو انرژي دشحم په شکل په وجود کي زخيره کيږي اوچاغښت سبب ګرځي.

• دزیات انرژي اخیستل:په زياته اندازه دخوړو اخستل اود د ژوند تغيرات دچاغښت سبب کيږي

• دانرژي د مصرف کموالۍ: په وروځني ژوند کي دعصري ماشينونو څخه کار اخستل په زياته اندازه تلویزون کتل اوپه ساعتونو د کمپیوټر څخه استفاده کول ددي سبب شوي چي اضافي انرژي په وجود کي زخيره سي.

• میتابولیزمي ناروغي : ځيني انډوکرایني تشوشات لکه Chasings syndrome, ،Hypothyroidism اوداسي نور د چاغښت سبب ګرځي.

• جنتیکي فکتور: چاغښت په ځيني کورنيو کي په ارثي ډول وجود لري چي دازياتره د Obesofenic gene له کبله کيداي شي.

دچاغښت درملنه:

چاغ خلګ دمرګ دلوړخطر سره مخ ده اود ژوند موده يي نسبت نارمل BMI لرونکو اشخاصوته کمه ده.

چاغ او زیات وزن لرونکي ځيني اعراض ښيي لکه د تګ مشکلات،دمفاصلو درد، په خوب کي خره هاري ،سهارني سر درد، نفس تنګي اوداسي نور.

څنګه کولای سو خپل وزن کم کړو؟

کوښښ بايد وشي BMI تر 25 ښکته وساتل شي او Waist په Adult men کي تر <90cm ښکته وي او په adult woman کي تر <80cm ښکته وي.ددي متوازنه نه غذاواخستل شي او Physical activity دي اجراشي.دوزن په کمښت کي Dietary therapy ترټولو موثره طريقه ده

د چاغوالی دمخنیوی لپاره یو څو مهم ټکی:

• دصحتمندی غذا انتخاب ( غله جات ، میوی، او سبزیجات ، د صحتمندو ا و ښو غوړو څه استفاده کول ، د پروتین دصیح منبع او مشروبات )

• دغیری صحیح غدا محدودول ( سوچی غله جات ، خوږه، پټاټی، غوښه، او هغه مشروبات چی زیات خواږه پکی استعمالیږی)

• دفزیکي فعالیت زیاتوالئ

• د تلویزون دډیر لیدلو اوهرهغه عمل چی ناسته غواړی باید کم سی.

• دخوب پوره کول ( دکوچنیانو لپاره )

• زهني فشار باید کم سي

• ځني درمل

• جراحي.

ماخذونه

Current Medical diagnosis and treatment

او ځني کوچنۍ رسالې

موضوع: د انسان په وجود کي چاغښت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24