2021-03-18

د جنډر مدیریت د کمېټې غونډه ترسره سول

نن د حوت میاشتي پر ۲۸ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د جنډر مدیریت د کمېټې غونډه د عمومي رئيس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول، چي پکښي د جنډر مدیریت مسؤلي اغلي نوریه حبيبي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، محصلانو چارو مرستیال بریالی سمسور او د یادي کمېټې غړو ګډون کړی و.

د غونډي په پيل کي لومړی د تیري غونډي متفرقه موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول او ورپسې د اجنډا سره سم د ښځينه محصلینو ستونزي وویل سوې او هغو ته د رسيدګۍ په موخه حل لاره ولټول سول.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښځو د نظر او ستونزو شریکولو لپاره ځانګړی د جڼدر تر عنوان لاندي مدیریت لري چي هر میاشتي خپلي غونډي ترسره کوي.

د جنډر مدیریت د کمېټې غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21