2021-11-17

موضوع: د چاپېريال په ساتنه کي د نړيوالو سازمانونو او معاهداتو رول

لیکنه: استاد نورعلي څرگـند

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د چاپېريال په ساتنه کي د نړيوالو سازمانونو او معاهداتو رول

په نړيواله سطحه د چاپېريال ساتني په اړه ډير سازمانونه موجود دي او همدارنګه د دولتونو تر منځ ډير معاهدات امضا سوي دي چي په دې فصل کي به يې په مهمو رڼا واچوو.

په عمومي ډول سره هغه سازمانونه او معاهدات چي د چاپېريالي ساتني په برخه کي رامنځته سوي دي د دوو اړخونو څخه يې مطالعه کوو، هغه دا چي ددغو سازمانو او معاهداتو څخه کوم يې حکومتي يا دولتي دي او کوم يې غير حکومتي دي.

لومړی بحث ـ د چاپېريال په ساتنه کي د حکومتي سازمانونو رول:

که وغواړو چي د حکومتي سازمانونو او معاهداتو لپاره يو تعريف ولرو نو داسي ويلای سو چي حکومتي سازمانونه او معاهدات هغه ډول سازمانونه او معاهدات دي چي په رسمي ډول د دولتونو د نمايندګانو له خوا رامنځته کيږي او حکومتونه په هغو کي دخالت لري برعکس په دغه ډول سازمانونو او معاهداتو کي عام اشخاص هيڅ ډول رول نه لري او کوم تاثير نه لري.

هغه نړيوال معاهدات او سازمانونه چي حکومتي دي او په چاپېريالي ساحه کي رامنځته سوي دي هغه هر يو په لاندي ډول مطالعه کوو:

لومړی مطلب ـ د نايروبي تړون:

د ۱۹۶۳ کال څخه تر ۱۹۷۳ کال پوري وچکالۍ ډيري شني سيمي او ځنګلونه له منځه يووړل ( خاصتا په غربي او مرکزي افريقا کي) او په دښتونو بدل سوه چي علت يې د هوا د ککړتيا په سبب د تودوخي ډيريدل او اسيدي بارانونه وه چي په نړۍ کي د دولتونو د تشويش سبب سوه او بالاخره په ۱۹۷۳ کال د ملګرو ملتونو سازمان په هڅو سره د کينيا په نایروبي کي يو مجلس جوړ سو.

په دي کنفرانس کي د لومړی ځل لپاره د نړيوالو توجه وچو سويو او زيانمنو مځکو ته واوښته دغه مجلس يوه عملي طرحه جوړه کړه چي د ملي، منطقه اي او بين المللي مراجعو لپاره يې د کار اجنډا درلوده تر څو اوسني هيوادونه ددې مشکل څخه خلاص کړي او نوره نړۍ د داسي مشکلاتو څځه وساتي.

خو په تأسف سره چي دغه طرحه يوازي د کاغذ پر مخ پاته سوه او هيڅ عملي بڼه يې غوره نه کړه ځکه د نه عملي کيدو اصلي او عمده علت يې داوو چي هيڅ چا د دغي طرحي د تطبيق مالي ملاتړ ونه کړ.

دوهم مطلب ـ د سټاکهلم کنفرانس يا يونيپ:

دا چي د يونيپ معاهده صرف يوه معاهده نه ده بلکي نن ورځ د يو نړيوال سازمان په حيث فعاليت کوي نو د چاپېريال ساتني په اړه د نورو معاهداتو او کنفرانسونو په نسبت د سټاکهلم معاهده يا يونيپ يو څه په تفصيل سره مطالعه کوو.

يونيپ : د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنی پروګرام. UNEP: united Nations Environmental program.

يونيپ د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی اسامبلې اړوند يو فرعی ارګان يا څانګه ده چي د نړيوال چاپېريال ساتني په برخه کي خپل فعاليتونه په دوامداره توګه پر مخ وړی، همدارنګه نړيوال چاپېريال ته د ورپيښو ګواښونو په اړه يو شمير لازم اقدامات او تدابير نيسی.

همدارنګه د چاپېريال ساتنی په موخه د دولتونو تر منځ د همږغۍ را منځته کول، تر څو د ملي چاپېريال تر څنک د بين الملي چاپېريال په برخه کي لازمه همکاري تر سره کړي.

موضوع: د چاپېريال په ساتنه کي د نړيوالو سازمانونو او معاهداتو رول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24