2021-11-17

موضوع: د پښتورګو ډبري يا Nephrolithiasis

ليکنه: محب الله احسان

د معالجوي طب پوهنځی محصل

(د محصلينو د مقالو برخه)

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د پښتورګو ډبري يا Nephrolithiasis

په لومړي سر کي په بدن کي د پښتورګو دنده دا ده چي د ويني څخه بې کاره او اضافه مواد بېل کړي او هغوي په تش ادرار )بولو (کي له بدن څخه بهر ته وباسي همدارنګه پښتورګي د بدن د مايعاتو، مالګو او منرالونو انډول ساتي. پښتورګي د ويني د فشار په نورمال ساتلو کي مهم رول لري.

خو ځيني وختونه په پښتورګو کي د مالګو او منرالونه غلظت لوړيږي او يو کلک جسم چي د پښتورګو ډبري ورته ويل کيږي جوړوي .

خو د پښتورګو د ډبرو د جوړیدو سبب تر اوسه په پوره ډول نه دی معلوم لیکن یو تعداد زیات فکتورونه د پښتورګو د ډبرو د جوړیدو

لپاره زمینه برابره وی چه په لاندی ډول لنډه یادونه ورڅخه کوو.

۱- په ادرارو کی د غیر منحلو مالګو زیاتیدل

۲- د ادرارو په فزیکی او کیمیاوی خواصو کی تغیر

۳- د اجنبی اجسامو موجودیت

۴- د ادرارو بندش او رکودت

۵- د بولی سیستم انتانات

د پښتورګو د ډبرو سببونه څه شي دي؟

د پښتورګو ډبري په وجود کي د مايعاتو، مالګو او منرالونو د توازون د نه موجوديت له کبله رامنځ ته کيږي. مايعات، مالګي او منرالونه په ادرار (بولو) کي له وجود څخه اطراح کيږي خو کله چي يو شخص په کافي اندازه اوبه نه څښلو عادت ونه لري او دا پروسه د ډير وخت لپاره ادامه پيدا کړي بناً د شخص تش ادرار غليظ کيږي ډير امکان لري چي پښتورګي يې ډبره تشکيل کړي.

ډېر داسي عوامل نور هم سته چي په تش ادرار کي د منرالونو او مالګو د انډول د خرابتيا سبب سي يعني د ځنډنۍ پېښو څخه نيولې بيا تر خوراک او څښاک پوري ټول پکښي شامل دي.

د پښتورګو ډبري هغه وخت رامنځته کیږی کله چی په Urine کی ډیر کرستال جوړونکی مواد لکهCalcium ،Oxalate او Uric acid راټول شی او د ادرار له لاری خارج نشی نو دا مواد د پښتورګو ډبرو دجوړیدو لامل ګرځی.

Symptoms -:

۱- سخت درد احساس په اړح، شاته اولاندینۍ برخی د پښتۍ کی

۲- درد بریښیدل په ښکتنۍ برخی د ګيډی

۳- دګرځنده درد راتلل په کولمو کی

۴- د تشو بولو په وخت کی ددرد احساس

۵- سور او نصواری رنګه بولی

۶- زړه بدیدنه

۷- تبه او یخني

د پښتورګو ډبرو د ناروغ لپاره کورنۍ څارنه:

که چيري د پښتورګو ډبره کوچني وي نو ډاکټر ناروغ ته درد آرامونکي درمل او ناروغ ته د ډيرو مايعاتو د څښلو توصيه کوي. د پښتورګو کوچني ډبري وجود پخپله بهر ته باسي، ددې لپاره چي بدن په اسانۍ سره وکولاي سي ډبره بهر ته وباسي نو بايد ناروغ پاکي اوبه ډيري وڅښي ترڅو د شخص ادرار (بولي) رقيقي وساتي.

د پښتورګو د ډبرو مختلفي اندازې:

هر څومره چي ډبره کوچني وي په هغه اندازه له وجود څخه په اسانۍ او ژر ايستل کيږي که چيري د ډبري اندازه تر پينځه ملي متره (5 mm) کمه وي نو 90 سلنه امکان لري چي ډبره بغير له کومي بلي مداخلي څخه له بدن څخه وځي.

که چيري ډبره د 5mm – 10mm پوري پدې صورت کي 50 سلنه امکان لري چي وجود دغه ډبره پخپله بهر ته وباسي. خو که چيري ډبره ډيره لويه وي او يا يې وجود پخپله بهر ته نسي ايستلاي نو پدې حالت کي بيا د لاندي طريقو څخه استفاده کيږي.

لوموړی- درمليزه طريقه :

ځيني درمل سته چي ناروغ ته يې په توصيه کولو سره د هغه وجود ته دا قدرت ورکوي ترڅو د پښتورګو ډبري په اسانۍ سره له وجود څخه وباسي مثلاً Alpha - Blockers درمل چي د حالبونو دېوالونو ته استرخا (آرامي) ورکوي او پدې ډول د حالب قطر زياتوي چي ډبره په اسانۍ سره حرکت پکښي کولاي سي.

د نوموړي درملو د استعمال سره ناروغ ته ځيني جانبي اغيزې هم پيدا کيداي سي د بيلګي په ډول د سر درد او سر څرخي. ځيني نور قسمونه د درملو بيا کولاي سي چي په وجود کي د پښتورګو د نوي جوړيدونکو ډبرو مخه ونيسي.

دوهم- د شعاع په واسطه درملنه (Shock waves):

د پښتورګو د ډبرو د درملني لپاره ددغه طريقې څخه تر ټولو ډيره استفاده کيږي ترتيب يې داسي دى، کله چي په پښتورګو کي د ډبري اندازه لويه وي او ددې امکان نه وي چي ډبره پخپله په بولي لاره کي له بدنه ووځي نو پدې صورت کي بغير له کوم جراحي عمليات څخه د ناروغ د جُلد د پاسه ځانګړي شعاع ګاني وارديږي چي د پښتورګو په داخل ډبري ماتوي او هغوي په وړو پارچو باندي بدلوي او پدې ترتيب د ډبري کوچني پارچې په بولي لاره کي له وجود څخه بهر ته وځي. دا درملنه ځيني جانبي اغيزي لکه درد او خونريزي لري خو د تشويش وړ ندي.

دريم - Ureteroscopy

کله چي د پښتورګو ډبري د پښتورګي څخه حرکت پيل کړي وي او مثانې ته نيژدې د حالب په يوه قسمت کي بنده پاته وي په دې حالت کي د Ureteroscopy څخه استفاده کيږي طريقه يې داسي ده چي د کښتنۍ بولي لاري څخه يو ځانګړى نرى تيوب مثاني ته او لدې وروسته د حالب هغه قسمت ته چي ډبره پکښي بنده وي داخليږي، هلته ډبره د تيوب په واسطه ماتيږي او کوچنۍ پارچې يې بهر ته را ايستل کيږي. خو کله چي ډبره لويه وي نو بيا ناروغ ته جراحي عمليات اجرا کيږي.

د پښتورګو د ډبرو څخه مخنيوى:

د پښتورګو د ډبرو د مخنوي لپاره بايد هر شخص د پاکو او صفا اوبو ډير څښل د ځان عادت کړي ترڅو د شخص تش ادرار رقيق وساتي او د پاکو اوبو ډير څښل بله ګټه دا ده چي د بدن مايعاتو او منرالو انډول ساتي.

که چيري يو شخص پخوا د پښتورګو ډبره درلودلي وي (البته د کلسيم ډبره وي) نو ډاکټر دې ناروغ ته توصيه کوي چي په خوراک او څښاک کي د مالګي او سوډيم څخه لږ استفاده وکړي ترڅو په تش ادرار کي کلسيم د اندازې د لوړيدلو سبب نه سي.

همدارنګه د پښتورګو د ډبرو لرونکي ناروغان بايد د اوګزالېټ (Oxalate) لرونکو خوراکونو لکه چاکليټ، قهوه، لوبيا، خوږې پټاټې، تېزي چاي او ډير نارنج خوړلو څخه استفاده لږ کړي.

موضوع: د پښتورګو ډبري يا Nephrolithiasis



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24