2021-03-18

د قرانکریم اهمیت تر عنوان لاندي اسلامي بحث ترسره سو

 

نن پنج د حوت میاشتي پر ۲۸ نېټه یاد اسلامي بحث د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی، نشراتو مديريت او څېړنیز مرکز په ګډه همکاري ترسره سو.

د دې اسلامي بحث کوربتوب د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل ښاغلي نور الله نور کول او په بحث کي ورسره د یادي پوهنځی محصلين هر یو لکه حافظ احمد نعمان، محمد راشد انوري، بشیر احمد رسولي او مولوي عبدالهادي صابري ګډون کړی وو.

محصلينو په اسلامي بحث کي د قرانکریم پر اهمیت او ارزښتونو خبري وکړې، د یاد پروګرام ګډونوالو خپلي پوښتني او وړاندیزونه شریک کړل.

د یادوني وړ ده، چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه تل کوښښ کوي، چي په اسلامي او ملي مسايلو کي د علمي اړخه څخه خپل رسالت اداء کړي چي تر دې دمه لسګونه علمي مناظرې، بحثونه او پروګرامونه ترسره سوي دي.

د قرانکریم اهمیت تر عنوان لاندي اسلامي بحث ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21