2021-11-27

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې (۲۲۷) تنه نارینه او ښځینه فارغین ټولني ته وړاندي کړل

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې دوه سوه اوويشت (۲۲۷)
تنه نارینه او ښځینه فارغین ټولني ته وړاندي کړل!

 نن شنبه د قوس میاشتي پر شپږمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي او قضاء او څارنوالي څانګي د ۱۲ او ۱۳ دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس او عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، مؤسس او د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د درې واړه پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی وو.
په پرانسته کي عمومي رئیس ډاکټر افغان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي افغان وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې در سمبال کړو؛ خو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅه ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کیږي. 

د ډاکټر افغان په خبره چي د نورو امکاناتو تر څنک زموږ د حقوقو پوهنځی محصلینو ته هم د عملي زده کړي لپاره مجهز حقوقي کلینک چي محصلین په مسلکي ډول زده کړي پکښي کوي برابر سوی دی.
ډاکټر صاحب افغان هیله وښودل چي کورنۍ دي په خپلو اولادونو لا هم نوري لوړي زده کړي وکړي
.
علمي مرستیال ډاکټر نور د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې شالید ته کتنه وکړل او خپلي ټولي لاسته راوړني او خدمات یې مخاطبینو ته وړاندي کړل.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس استاد ذبیح الله الهام د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول.

د محصلینو په استازولۍ ښاغلي نور احمد غالب د تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

د ا.ا.ا د جنوب زون د حلقې مسؤل ښاغلي نیکزاد د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړل چي یو ستر خدمت ته یې مخه کړې ده او ځوان نسل روزي.

په غونډه کي د امید خصوصي ښوونځی زده کوونکو ترانې وویلې او د غونډي په وروستۍ برخه کي د فارغانو د فراغت تحصیل نامې ورته وویشل سوې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د طب پوهنځی په فراغت غونډه کي هم نژدې سل تنه ځوان ډاکټران فارغه سول.

 

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې (۲۲۷) تنه نارینه او ښځینه فارغین ټولني ته وړاندي کړل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24