2021-12-11

زموږ فارغ محصل!

ښاغلی احمدالله احمدي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د لومړۍ دورې فارغ محصل دی.

احمدي صاحب د لیسانس زده کړو د بشپړېدو وروسته په مرکز کابل کي په خپله برخه کي د ماسټري زده کړي ترسره کړي دي. ښاغلی احمدي په کندهار کي د شهید

وحيدالله انستيتوت د رياست د چارو ترسره کولو مسؤليت په غاړه لري او ورسره په څنګ کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی

د استادۍ ویاړ لري. د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

 

 

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24