2021-12-15

موضوع: د يووشتمي پېړۍ ډيپلوماسي

لیکنه: بسم الله فيضي

دنده: د ادارې او ډيپلوماسي څانګي آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

دا چي ډيپلوماسي د دولتونو ترمنځ د بهرني سياست د پلي کولو مهمه وسيله ګڼل کيږي، او د استعمار، جګړې، يرغل او اختلافاتو د مخنيوي لپاره د لرغونو وړو ټولنو څخه د هيوادونو تر نني عصري جوړښتونو پوري د دولتونو تر منځ د اړيکو لپاره زياته اړينه ګڼل کيږي، د ډيپلوماسي د اصطلاحي پېژند په توګه ويلی سو چي: ډيپلوماسي د خبرو اترو، مذاکراتو او هري سوله ايزي لاري په واسطه د نورو دولتونو سره د دولت په بهرنيو اړيکو يوري مربوط مسايلو حل او فصل کولو تلنلاري ته ډيپلوماسي وايي، يا هم: ددولت او نورو نړيوالو بنسټونو ترمنځ د سوليزو اړيکو را منځته کولو هنر ته ويل کيږي.

د ډيپلوماسي په مفهوم او دندو کي د لرغوني زمانې څخه تر نن ورځ پوري د پام وړ بدلونونه راغلي دي، دا بدلونونه د نړيوال نظام ، عامه افکارو او ټکنالوژۍ د بدلون له امله رامنځته سوي دي په ډيپلوماسي کي يې نوي فصلونه رامنځته کړي دي.

د ډيپلوماسي اوسني اصول، حقوق او امتيازات د ويانا کنوانسيون پر اساس د تضميني مدون قواعدو په توګه پلي کيږي، يووشتمه پېړۍ د پيښو او واقعاتو هغه پېړۍ ده چي د بشر د پرمختګ او بدلونونو ساری په تير بشري تاريخ کي نه ليدل کيږي، د نورو بشري پرمختګونو تر څنګ د ډيپلوماسۍ په ډګر کي هم نوښتونه، ابتکارت او بدلونونه را منځته سول هغه عوامل چي په دې پېړۍ کي يې د ډيپلوماسۍ په اصولو او ماهيت کي تغير راوستی او ډيپلوماسي ته يې نوی رنګ ورکړئ بيلابيل دي چي د ځينو څخه يې په لنډ ډول يادونه کوو:

الف: د نړيوال نظام په جوړښت کي بدلون

د اروپا په زړه کي د دوو نړيوالو جګړو څخه وروسته زيات هيوادونه زيانمن سول او پر ډېرو نورو هيوادونو کي يې د تحرک انګېزه پيدا کړل، چي له امله يې نړيوال جوړښت تغير وکړ،امريکا متحده ايالت د لمړي ځل لپاره د ستر قدرت په توګه را څرګنده سول، په مقابل کي جاپان، اروپايي اتحاديه او روسيې فدراسيون هم د ستر قدرت په توګه رول لوبوی په دې سره د نړۍ حالت بدلون وکړی او ډيپلوماسي هم پياوړې سول، کله چي روسيه کي کمونسټي انقلاب وسو د ليبرال او کمونيسټي ډموکراسۍ تر منځ ټکر پيدا سو، او د امريکا حاکميت ته لاره هواره سول، دوهمي نړيوالي جګړې ډيري لوي امپراطورۍ له منځه يوړې او د آسيا او افريقا زياتو هيوادونو خپلواکي ترلاسه کړل.

ب: د ټکنالوژۍ او اړيکو پرمختګ

په يووشتمه پېړۍ کي زيات کشفيات او اختراعات رامنځته سول چي په دې سره ټکنالوژيکي وسايلو هم پراختيا وموندل او د صنعت او اړيکو په برخه کي هم لوی انقلاب را منځته سو او د ډيپلوماسۍ د پرمختګ لپاره يې هم لاره هواره کړل. د وګړو تر منځ واټنونه کم سول، د کنفرانسونو او مذاکرو لپاره نوي شرايط را منځته سول او د ډيپلوماسۍ دستګاوي پياوړي او ځواکمني سوې.

ج: د عامه افکارو پياوړتيا

په ډيپلوماسي کي عامه افکارو خپل ارزښت په عملي ډول اوسني وخت کي موندلی دی، ځکه ښه ډيپلوماسي هغه ده چي د پوره کورني ملاتړ څخه برخمنه وي او په دې سره ډيپلوماسي ولسي مشروعيت هم پيدا کوي.

د عامه افکارو له ملاتړ څخه بغير هيڅ سياست نسي بريالی کيدلای ځکه عامه افکار تر هر ډول وسلو ځواکمن دي، کچيري عامه افکار په سم ډول وروزل سي نو بيا هيڅ دښمن نسي کولاي هغه ته په توپونو او يرغلونو باندي ماته ورکړي.

د پورته بدلونونو پر اساس د يووشتمي پېړۍ ډيپلوماسي په دوو لاندي برخو کي ډېره وځليدل.

لومړی: د ښکاره ډيپلوماسي ظهور

د دوو نړيوالو جګړو څخه مخکي د هيوادونو تر منځ پټه ډيپلوماسي دود وه، د ډيپلوماټانو د کړنو او ډيپلوماټيکو تړونونو او مذاکراتو څخه به عام خلګ نه خبريدل او نه يې په اړوند عامو افرادو ته معلومات ورکول کيدل، وروسته د ښکاره ډيپلوماسۍ دريځ پياوړی سو ځکه که چيري دولتونه ښکاره ډيپلوماسي ترسره کړي د يوې خوا به د عام وګړي د ډيپلوماسۍ په جزياتو خبر سي، او له بلي خوا به هغه تعهدات چي ډيپلوماټان په خپلو مذاکراتو او تړونونو کي کوي د خلګو د استازو لخوا به تعقيب او پلي سي او په دې سره ډيپلوماټيکي کړني او موخي مشروعيت پيدا کړي.

خو د ځينو پوهانو په آند چي د ښکاره ډيپلوماسي څخه هدف دا نه دی چي د مذاکراتو بهير بايد ښکاره وي بلکه د مذاکراتو پر بنسټ چي دواړه لوري کوم توافق ته رسيږي، او يا د توافق څخه را منځته سوي اثار بايد ښکاره وي. نو ويلی سو چي په ښکاره ډيپلوماسي کي بايدد تړونونو او پايلو څرګنديدل وي نه د مقدماتو او بهير څرکنديدل.

ښکاره ډيپلوماسۍ يوه اړينه اغېزه پر ډيپلوماټيکو ادابو، تشريفانو او نزاکتونو کړې ده، ډيپلوماټانو چي په پټه ډيپلوماسي کي ډيپلوماټان د دولت مصلحت پر بنسټ تر اخلاقي معيارونو تېرېدل، خو په اوسني وخت کي دا حالت بدل سوی دی، ډيپلوماتان د نذاکتونو او اصولو تابع دي او په مستقيم ډول د خپل متبوع دولت د ملي منابعو پر بنسټ بحث کوي.

دوهم: څو اړخيزه ډيپلوماسي

په کلاسيکه ډيپلوماسي کي يوازي اړيکي دوه اړخيزه او د دولتونو تر منځ وې څو اړخيزه يا د سازمانونو تر منځ ډيپلوماسي ډيره کمه وه هغه هم يوازي په هغه صورت کي ترسره کيدل چي د جګړې د مخنيوي د پاره به څو هيوادونه سره کښېنستل لکه: په (۱۶۴۸) م کال کي د ويسټفاليا کنګره او يا په (۱۸۱۵) م کال کي د ويانا کنګره په دې حالت کي به څو دولتونه سره کښېنستل او څو اړخيزه ډيپلوماسي به يې مخته وړل چي وروسته دا ډول ډيپلوماسي ځانګړی اهميت پيدا کړئ او د کنفرانس ډيپلوماسي په نامه يې شهرت پيدا کړی.

د شلمي پېړۍ په دوهمه نيمايي کي د نوو اختراعاتو په رامنځته کېدو سره دولتونه اړ سول چي د نړيوالو تروريستي ا امنيتي پديدو لکه: تروريزم، يرغلونه، داخلي جګړې او د بيلابيلو ډلو را منځته کېدل او هم د رسنيو او مجازي نړۍ په برخه کي ګډي هلي ځلي وکړي، په يوويشتمه پيړۍ کي د نړيوالو مسائلو زياتوالی د دې لامل سو چي دولتونه بايد په دايمي او مشترک ډول هلي ځلي وکړي او دا چاري يوازي د څو اړخيزه او کنفرانس ډيپلوماسي له لاري امکان لري. او هيڅ دولت په يوازي ځان خپلي ستونزي نسي حل کولاي او نه ملي ګټي ساتلی سي. نو د نړيوال امنيت او ثبات لپاره بايد څو اړخيزه ډيپلوماسي ته پراختيا ورکړي.

او بله مهمه مسله دا ده چي نن ورځ غير دولتي لوبغاړي په نړيواله صحنه کي د بانفوذه نهادونو په حيث را څرګند سوي دي چي د نړيوالي ټولني پام يې ځانته اړولی دی، د پورته لاملونو سربيره طبيعي پيښي لکه: زلزله سيلابونه، وچکالۍ او نور هم د څو اړخيزه ډيپلوماسي شتون اړين ګڼي.

څو اړخيزه ډيپلوماسي يوازي د دولتونو تر منځ نه ترسره کيوي د غيري دولتي نهادونو او ارګانونو، افرادو او با نفوذه ډلو تر منځ هم کيدای سي او د دوي تر منځ خبري او مذاکرې هم کيدلاي سي.

موضوع: د يووشتمي پېړۍ ډيپلوماسي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24