2021-12-15

د غوره مطالعه کوونکو محصلينو ستاينغونډه ترسره سول!

نن یکشنبه د رواني میاشتي پر ۲۱مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي کتابتون کي د مطالعې کولو کلتور د ژوندي ساتلو په موخه د غوره مطالعه کوونکو محصلينو ستاينغونډه ترسره سول چي پکښي د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی بریالی سمسور، د پوهنځیو رئيسانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون کړی وو.

یاده غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل سول، چي د پيل وینا د طب پوهنځی رئيس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن حاشر وکړل، ډاکټر حاشر په خپله وینا کي د محصلینو څخه وغوښتل چي مطالعې کولو ته وخت ځانګړی کړي تر څو په راتلونکي کي د استعدادنو خاوندان پاته سئ.

ورپسې د یادي پروسې په اړه د کتابتون مسؤل ښاغلي صدیق الله افغان ګډون کوونکو ته پوره معلومات ورکړل او د محصلینو لپاره يې مطالعه ګټوره وبلل.

د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي محمدویس عزيزي د مطالعې کولو پر ارزښت خبري وکړي او مطالعه يې د محصلینو لپاره یو تر ټولو مهم اصل بیان کړ.

د غونډي په ورستۍ برخه کي هغه محصلین په ستاینلیک او ډ‌الیو ورکولو وستایل سول چي په کتابتون کي يې د مطالعې کولو پر پار د کتاب سره ملګرتیا دوامداره ساتلې وه.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه تل هڅه کوي تر څو په ټولنه کي د مطالعې کولو کلتور ژوندی وساتي چي په دې سره به د پوهي ډېوې ځلانده پاته سي.

د غوره مطالعه کوونکو محصلينو ستاينغونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24