2021-12-15

موضوع: په سياست کي د ژونالیزم ونډه

ليکنه: روح الله مبارز

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

سیاست د سياسي ټولني د چارو پیژندنه او پر مخ بیول دي، نو ددې څارنه او حقایق روښانه کول د ژونالیزم کار دئ، چي دا يي اړيکه ده(سیاست پوهنه).

رسنۍ د ديموکراسۍ پر بنسټ څلورمه قوه ده.

په ژورناليزم کي دقت تر سرعت مهم اصل دئ.

رسنۍ او خبريال ریښتني، حقايق خپرونکي، بې طرفه او بې وسلې مبارزين دي.

يو داسی مسلک دئ، چې دنده يي د خبرونو او پيښو راټلول، سپړل، تعقیبول، څیړل او پر هغو باندي خبري کول او بيا تر خلګو پوري روسول دي.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کي د ویتنام جنګ د امریکایانو او د هغوئ د ملګرو د ناکامۍ سبب سو، سياستوال يي رسنۍ ددې ماتې اصلي علت بللی، ځکه کله چې امریکا او د هغې متحد ځواکونه په ویتنام کي جنګ وکئ، تقریباً د هر امریکايي په کور کي یو تلویزیون و.

نو رسنۍ د کړکیچونو په جوړولو او کنټرولولو کي مهم رول لري. هغوئ په مختلفو طریقو کولای سي، د ډلو او کوندونو ذهني فضا، غوښتني او موخي تر تحقیق لاندي ونیسي.

رسنۍ د هيوادونو، انقلابونو او د هیواد دنن په ټولنه کي د موجوده بې عدالتۍ، فساد، ټاکنو، فرهنګي او بیلابیلو برخو تر ټولو ارزښتمنه قوه ده او د سياسي حالاتو په اړه د خلګو آندونه، غوښتني او دریځونه تر چارواکو پوري رسوي.

1: سیاستوال مخ په مخ او د خلګو سوالونو او غوښتونو ته کښينوي.

2: د يوې سياسي ټولني خلګو ته سياسي پوهاوی ورکوي.

3: د حکومت پر سياسي کړونو باندي څارنه کوي.

موضوع: په سياست کي د ژونالیزم ونډه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24