2021-03-20

د اداري مدیریت تر عنوان لاندي یو ورځنی ټرېننګ ترسره سو

نن شنبه د ١٣٩٩ کال د حوت میاشتي پر وروستۍ نېټه د اقتصاد پوهنځی له لوري څخه د اداري مدیریت تر عنوان لاندي ټریننګ وړاندي سو؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د اقتصاد پوهنځی رٸیس ښاغلي محمد واسع صدیقي، اداري مدیرانو او مامورینو ګډون کړی وو.

یاد ټریننګ چي د اقتصاد پوهنځی تکړه استاد مسعود محمدي وړاندي کوى، په پیل کي یې د اداري جوړښتونو په اړه خبري وکړې؛ ښاغلي محمدي وویل په اداري سازمانونو کي د قوي مدیریت موجودیت خورا اړین دی، استاد محمدي په دغه برخه کي ځیني پالیسۍ او سپارښتني ګډون والو ته وکړې، تر څو خپل مدیریتونه په مسلکي لحاظ عیار کړي.

ګډون والو هم خپلي پوښتني او وړاندیزونه وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده، چي د اقتصاد پوهنځی استادانو په تېره اونۍ کي د کمال خان بند په اړه علمي مناظره هم ترسره کړل.

د اداري مدیریت تر عنوان لاندي یو ورځنی ټرېننګ ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21