2021-12-23

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د اووم سمسټر محصلینو د نړيوالو اړيکو اصولو مضمون اړوند خپل عملي ګروپي کارونه د رسميت پيژندني تر عنوان لاندي ترسره کړل.

محصلینو د رسميت پيژندني پروسه په ښه ډول ګډونوالو ته ور وپيږندل او تر څنګ يې د یو هیواد د رسميت پر ارزښت هم بحثونه او نظریات سره تبادله کړل.

د یادو ګروپونو لارښود استاد او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام په وینا چي د یادو عملي کارونو د ترسره کولو څخه يې موخه دا ده تر څو محصلین په عملي برخه کي هم روزنه ترلاسه کړې وي.

د یادوني وړ ده چي وخت پر وخت په حقوقي کلینک کي هم محصلينو ته د مهالویش مطابق عملي زده کړي ورکول کیږي.

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24