2021-03-20

عمومي رئیس دوکتور صافي د (AIB) بانک له استازو سره ولیدل

نن کب میاشتۍ پر ۳۰ نېټه عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د (AIB) بانک د استازي ښاغلي عبدالبصیر ممتاز سره ولیدل.

په پرانسته کي د دواړو تر منځ د موجوده همکاریو پر بهیر خبري وکړې او دوکتور صافي له ممتاز صاحب او رهبري څخه مننه وکړل چي تر دې دمه یې چاري په ښه همږغۍ سره پر مخ رواني دي، د ښاغلي دوکتور صافي په قول چي دغه اړیکي لا ټینګي سي.

ښاغلي ممتاز د (AIB) بانک په استازولۍ د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري او کاري ټیم څخه مننه وکړل او د یوې اوږدې دوه اړخیزي همکارۍ هیله یې وښودل.

په جلسه کي د رسمي چارو په اړه بحثونه وسول

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د نورو ادارو تر څنګ د یوې اوږدې مودې راهسي د (AIB) بانک سره د همکارۍ پخې اړیکي لري.

عمومي رئیس دوکتور صافي د (AIB) بانک له استازو سره ولیدل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21