2021-12-23

موضوع: د پیسو د ارزښت د ټیټوالي لاملونه

ليکنه: خان محمود

د اقتصاد پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د پیسو یا اسعارو د ارزښت د ټیټوالي لاملونه

د پیسو ارزښت په څه ډول ټاکل کېږي او څنګه یې ارزښت ټيټ او پورته کېږي

ځیني لاملونه لري:

۱ - د نوي بانکنوټونو چاپ :- کله چي د یو هیواد په بودجه کي کمښت راسي نو د هیواد د بودجې د پوره کولو لپاره د دې پر ځای چي د نورو هیوادونو څخه پور واخلي نوي پیسې چاپ وي نو بناً دا د یو لوی انفلاسیون د منځته راتلو سبب کېږي، نو د دغه هیواد پیسې د طلا او یا نورو خارجي اسعارو په مقابل کي ارزښت د لاسه ورکوي.

۲ - د هیواد اقتصادي حالت :- په هیواد کي د حکومت اقتصادي پالیسي، د خلګو ګمارل، انفلاسیون، د تولیداتو او نوي ټکنالوجۍ کچه، د بې روزګارۍ د منځه وړل او داسي نور عوامل دي چي پر پیسو اغېز لري.

۳ - په هیواد کي سیاسي حالت :- په هیواد کي پیاوړی حکومت، د قانون حاکمیت د پیسو د ارزښت په ټاکلو کي مهم رول لري او ددې تر څنګ د نورو هیوادونو سره اړیکي درلودل چي په اقتصادي لحاظ پرمختللي دي د پیسو پر ارزښت زیات تاثیر لري.

همدارنګه د خارجي اتباعو نظریه او کړنلاره هم مهمه ده دا په دې مانا چي یو هیواد څومره په نړیواله کچه پيژندل سوی وي په هغه اندازه یې د پیسو ارزښت لوړ وي.

۴ - جنګ او جګړه :- کله چي یو هیواد په خپل منځي جګړو یا هم د یو بل هیواد سره په جګړه بوخت وي د هیواد پوځي پیاوړتیا، متحدین د جنګ څخه د دوی موخي او د حکومت پیاوړتیا د پیسو په ارزښت کي د مهمو لاملونو څخه دي.

۵ - طبعي ذېرمي :- د هیواد طبعي ذېرمو څرانګوالی، اندازه او د هغه څخه ګټه پورته کول د پیسو د ارزښت په ټاکلو کي مرسته کوي.

همدا رنګه د وچکالۍ، زلزلې، سېلابونه او نورو طبعي پیشو کچه او په مقابل کي یې د حکومت چمتوالی هم د پیسو پر ارزښت څه نا څه اغېز لري.

۶ - د پیسو عرضه او تقاضا :- په نړیواله سطحه ځیني هیوادونه د یو هیواد پیسه اخلي چي د پیسو د ارزښت په ټاکلو کي رغنده رول لري، مثال ډالر چی ډېر هیوادونه او تجاران یې اخلي که تجاران او سرمایه ګذاران د ډالر غوښتنه بنده کړي نو د ډالر ارزښت به حتمن ورسره کښته ځي، او که په مارکېټ کي د پیسو عرضه زیاته سي هر څوک غواړي چي خپل پیسې په خارجي اسعارو تبادله کړي په دې حالت کي هم د هیواد اسعار خپل ارزښت د لاسه ورکوي، ځیني هیوادونه بیا کوښښ کوي د ډالرو په مقابل کي خپل د پیسو نرخ ټیټ وساتي تر څو صادرات یې زیات او د هیواد اقتصاد یې وده وکړي لکه چين او جاپان.

۷ - بهرنی تجارت :- که چيري د یو هیواد صادرات نسبت وه وارداتو ته زیات وي په هغه اندازه د هیواد د پیسو ارزښت هم لوړ وي، د هیواد د صادراتو ډېروالی د هیواد د ملي اقتصاد د ودي سبب ګرځي.

۸ - د نوري نړۍ څخه جلاوالی :- د نوري نړۍ سره د ښه اقتصادي، سیاسي، ټولنیزي او انساني اړیکي ساتل د هیواد پر اسعارو زیات تاثیر لري که چين مثال ورکړو چين کوښښ کوي د ټولي نړۍ سره تجارتي او سیاسي اړیکي محکمي کړي تر څو ټولو هیوادونو ته صادرات ولري او خپل اجناسو ته په نړیوال مارکېټ کي زیات تقاضا کوونکي پیدا کړي.

او که شمالي کوریا او کیوبا ته نظر وکو دې هیوادونو د نړۍ څخه جلاوالی او یوازيتوب غوره کړئ، د ډېرو هیوادونو سره یې اقتصادي او سیاسي اړيکي خرابي دي، نو بناً ویلای سو چي هر څومره یو هیواد د نوري نړۍ څخه سیاسي او اقتصادي لېريوالی اختیار کړي په هم هغه اندازه یې د پیسو ارزښت کمېږي.

۹ - ګنګوسې او خفګان:- کله نا کله غلطي اوازې او غلط معلومات د اسعارو پر تبادله ناوړه اثر رامنځته کوي.

نوټ:- دولت ته په کار ده چي هره ورځ د رسنیو په ذریعه خلګو ته د اسعارو د تبادلې نرخونه ورکړي.

نو ویلای سو چي د پیسو ارزښت د پیسو په استعمال پوري اړه لري څومره چي د پیسو استعمال او تقاضا زیاته وي په هغه اندازه یې ارزښت لوړ وي.

موضوع: د پیسو د ارزښت د ټیټوالي لاملونه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24