2021-12-23

د دولتونو رسميت پېـژندني په اړه سمينار وړاندي سو!

نن چهارشنبه د رواني میاشتي پر لومړۍ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل ښاغلي محمد کاظيم رفيقي د دولتونو رسميت پېـژندني تر عنوان لاندي سمینار محصلینو ته وړاندي کړ.

یاد علمي سمینار د محصلینو د وړتیا ښکاره کولو په موخه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی، کارموندني مرکز او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوی و.

ښاغلي رفيقي لومړي د رسمیت پېږندني په اړه بشپړ معلومات ګډونوالو ته ورکړل او تر هغه وروسته يې ګډنوالو ته د دولتونو د رسميت پېـژندني ارزښتونه تشريح کړ.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي ذبیح الله الهام د نوموړي محصل د سمینار ستاینه د ادارې لخوا په ترتیب سوي ستاینلیک ورکولو سره وکړل.

او د نورو محصلینو څخه يې هم په خپلو برخو کي د داسي مهمو موضوعاتو سمينارونو

د وړاندي کولو غوښتنه وکړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت محصلینو ته د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سمينارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د دولتونو رسميت پېـژندني په اړه سمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24