2021-12-23

موضوع: د حقوقو څلور ډولونه

لیکنه: استاد نذير احمد قريشي

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی اسـتاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

د حقوقو څلور ډولونه

په اسلامي شريعت کي پر هر شخص څلور ډوله حقوق لازميږي چي عبارت دي:

1. د الله ج حقوق

2. د ځان حقوق

3. دبنده ګانو حقوق

4. د ټولو مخلوقاتو حقوق

د هر مسلمان دنده دا ده چي دا حقوق په صحيح ډول و پژني او په درسته توګه يې تر سره کړي.

لومړی د الله جل جلاله حقوق:

د الله جل جلاله تر ټولو لومړی حق دا دی چی انسان يواځي او يواڅي الله جل جلاله په الوهيت سره ومني او دهغه سره هيڅوک شريک و نه ګرځوي. دغه حق د لااله الاالله په ويلو سره ادا کيږي.

د الله جل جلاله دوهم حق دا دی چي دهغه د لوري کومي لارښوني راغلي دي هغه په سپيڅلي زړه ومنل سي چي دغه حق په محمد رسول الله صل الله عليه وسلم باندي په ايمان راړلو سره ادا کيږي.

د الله جل جلاله دريم حق دادی چي دهغه جل جلاله اطاعت وسي چي دغه حق دهغه د قانون د پيروي په نتيجه کي تر سره کيږي کوم چي په قران او په نبوي احاديثو کي بيان سويدي. لکه حدود، قصاص او ديت

او دالله جل جلاله څلورم حق دا دی چي د هغه عزوجل بندګي او عبادت وکړل سي چي د دغه حق د ادا دپاره د ټولو الهي فرايضو عملي کول په انسان باندي لازميږي. لکه لمونځ، روژه، زکاة او داسي نور

لکه څنګه چي د الله جل جلاله حق پر نورو حقوقو باندي مخکي دی نو په همدې اساس د دې حق په ادا کولو کي د نورو حقوق قرباني کول تر يو اندازې لازمي بريښي. لکه د لمانځه او ځينو نورو فرايضو دپاره انسان دخپل ځان او بدن حقوق قربانوي ځکه دی د لمانځه دپاره په يخ کي ولاړيږي او په يخو اوبو اودس کوي، په همدې شکل په روژه کي خپل پر نفس او بدن تکليف راولي او روژه نيسي. خپل مال په حج او د الله جل جلاله په لار کي مصرفوي.

په همدې شکل د نورو حقوق هم کله کله قرباني کيږي لکه د کارفرما حق چي کاريګر دکار په وخت کي دهغه کار پريږدي او د لمانځه دپاره ولاړيږي.

دوهم دځان حقوق:

په حديث شريف کي راځي چي ( لنفسک عليک الحق ) يعني ستا د بدن پر تا باندي حق سته. اما انسان تر ټولو زيات پر خپل څان باندي ظلم کوي. په ښکاره ډول دخپل ځان سره مينه لري خو که تاسي غور وکړئ نو دغه حقيقت به تاسي ته څرګند سي چي انسان باندي کله خپله يوه غوښتنه غالبه سي نو هغه بيا دهغې نوکر جوړسي او خپل ځان په زيات زيان باندي اخته کوي.

لکه په نشه اخته کس چي په نشه پسې ليونی سي نو د روغتيا، پيسو زيان مني او خپله نشه ترسره کوي. يا دنفس د غوښتنو دپوره کولو دپاره ځان د تباهي کندي ته اچوي يا غلا کوي يا نوري نارواوي کوي. يا ځان د ګټي وټي دپاره دومره ستړی کوي چي هيڅ استراحت نه کوي يا ډير لږ راحت لري.

اسلامي شريعت انسان دهغه څه څخه منع کوي چي انسان بدن ته زيان لري لکه د شرابو، چرسو، تارياکو او نورو نشيي توکو استعمال.

دريم د الله جل جلاله دبندګانو حقوق:

که څه هم اسلامي شريعت د خپل ځان دحقوقو د پوره کولو امر کړیدی دبله پلوه يې دا بنديز هم لګولی چي د دې حقوقو د پوره کولو په وخت کي داسي څه تر سره کړي چي د نورو حقوق ور څخه اغيزمن سي. الله جل جلاله خپل حق بخښي اما دبنده حق نه بخښي.

غلا، سود، رشوت، زنا، فريبکاري، درواغ، غيبت، قتل او داسي نور جرايم ټوله الله جل جلاله حرام کړيدي ځکه دلته يواځي د يوه نفر څه نا څه ګټه اما دټولني په زيان او دنورو حقوق پايماله کيږي. د ښځي حق پر خاوند او دخاوند حق پر ښځي، د اولاد حق پر والدينو او د والدينو حقوق پر مور او پلار، دهمسايه حقوق، کاروبار کي د رانيونکي او خرڅونکي حقوق يو پر بل باندي او داسي نور.

څلورم د ټولو مخلوقاتو حقوق:

الله جل جلاله ګڼ شمير مخلوقات انسان ته تابع ګرڅولي تر څو دهغو څخه ګټه واخلي داشرف المخلوقات په توګه انسان ته دا حق حاصل سويدی. اما د دې په مقابل کي هغوی هم پر انسانانو باندي ځيني حقوق لري هغه داچي انسان بايد بې ضرورته هغه برباد نه کړي او هغو ته بې ځايه کړاونه او تکليفونه ونه رسوي، دهغو د استعمال دپاره بهترينه لاره غوره کړي. وحشي حيوانات يواځي دهغه دضرر څخه د خلاصون دپاره وژلای سي نه د لوبو د امله دهغه وژل. دحيوانانو وهل او ټکول هغو ته تکليف ورکول نارواه عمل ګڼل سويدی. کومو حيوانانو څخه چي استفاده کيږي دهغو وږي تږي ساتل هم حرام ګڼل سوي.

په همدې شکل نباتات هم حقوق لري او دهغو ساتنه او پالنه هم مهمه ګڼل سويده. دمرغانو بندي کول منع او په همدې شکل د غير ژوندي موجوداتو بې ځايه استفاده هم منع کړه سوې لکه د اوبو بې ځايه استعمال اسراف ګڼل سوی او اسراف حرام دی.

موضوع: د حقوقو څلور ډولونه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24