2021-12-30

موضوع: په نړۍ کي د تیلو جګړې

ليکنه: وکیل احمد شېرزاده

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

تېل د انرژۍ د مادې زېږنده دي او د اقتصاد اساسي منبع ده، چي د پرمختللي صنعت او ټکنالوژۍ د څرخ لامل ګرځي. تېل یوازي اقتصادي وسایل نه دي بلکي دا تېل دي چي د جنګ ماشین چلوي او په پوځي او نظامي وسایلو په چلولو او څرخولو کي ترې استفاده کیږي.

تیل سره له دې چي د زیات اهمیت څخه برخمن دي خو په نړۍ کي یې سرچینې محدودي دي.

په ۲۱ پېړۍ کي هغه هیوادونه چي د انرژۍ په خاص ډول د تیلو پراخي سرچینې او بازارونه ولري پر مختللي بلل کیږي.

کله چي په ۱۹۹۱ مېلادي کال کي د روسیې تر ماتي وروسته امریکا د یو زبر ځواک په حیث پر نړیوال سیاسي ډګر برلاسې سوه، نو په ۲۰۰۱ مېلادي کال څخه وروسته د نړۍ سیاسي فضا بدله سوه، امریکا پر افغانستان باندي د تروریزم تر عنوان لاندي خپل ستون ته مشروعیت ورکړ او افغانستان او سیمه هم یو نوي پړاو ته ور دننه سوه او افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا تر منځ د یو نښلېدونکي په حیث موقیعت تثبیت کړ.

په مرکزي آسیا کي د تیلو د سرچینو تر موندلو وروسته زیاتو امریکايي د تیلو کمپنیو دې سیمي ته مخه کړه.

امریکا غواړي په دې سیمه کي خپل پخواني سیال (روسیې) او اوسني سیال (چین) ته د جنوبي آسیا او منځني ختیځ پراخه بازارونو ته د لاسرسي مخه ونیسي، او په عین حال کي د مرکزي آسیا د تیلو د سرچینو څخه پراخه ګټه پورته کړي.

د تیلو د لټون کمپنۍ هڅه کوي چي د هغه جنایتونو پر مخ پرده واچوي چي دوی یې تر سره کوي، تر څو خپل اقتصادي اهداف تر لاسه کړي.

د تیلو د سرچینو پر سر د تیلو کمپنۍ د ولسونو تر منځ شخړي په لار اچوي، ویني تویوي، د حکومت بنسټونه ګډوډوي او دیکتاتور نظامونه واک ته رسوي. د دې تر څنګ نړیوالي رسنۍ د دې پیښو پر علتونو پرده اچوي او کوښښ کوي دې اختلافاتو ته د کورنۍ شخړو رنګ ورکړي.

موضوع: په نړۍ کي د تیلو جګړې



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24